د طالبانو په تړاو د وروستیو څرګندونو له امله عبدالله پر محقق قهرېدلی

ګنګوسې

د طالبانو په تړاو د وروستیو څرګندونو له امله عبدالله پر محقق قهرېدلی

2437

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ده د دویم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو له امله غوسه شوی دی.
محقق پرون ویلي وو چې د افغانستان اویا سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده. محقق د ټاکنو د کمېسیونونو په اړه ویلي وو چې د ارګ تر مستقیم فشار لاندې دي او خپلواک نه دي.
ژورنالېست بشیر قاساني د اجراییه ریاست په حواله لیکلي چې له محقق یې غوښتي، څو خپلې ادعاوې ثبوت کړي.
دغه راز محقق ته ویل شوي چې د خپلو شخصي ګټو له پاره باید د ملي ګټو او امنیت پر ضد څرګندونې و نه شي.
وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او د غزني ولایت یو شمېر هزاره مېشتو ولسوالیو ته د جګړې د غځېدو او د سقوط په اړه یې اندېښنې راپورته شوې دي.



اعلان