د هوږې له دې ګټو خبر یاست؟

روغتیا

د هوږې له دې ګټو خبر یاست؟

1126

هوږه د افغانستان په ډیرو سیمو کې کرل او خوړل کیږي، خو ډیر خلک یې بیا له ګټو ناخبره وي، ځکه ډیر ډاکټران او حکیمان له دې امله خلک د هوږې له ګټو نه خبروي چې څوک به ناروغ نه شي او د دوی کاروبار به ودریږي.
هوږه ډیرې ګټې لري یو څو یې په لاندې ډول دي:
- غاښونو له درد مو ساتي: هوږه تاسو سره د غاښ درد په کمولو کې پوره همکاري کولی شي، د هوږې یو پلی به په درد لرونکي غاښ ومږئ چې له امله به یې د غاښ په درد کې کمې راشي.
- ویښتانو توییدل بندوي: هوږه ستاسو د ویښتانو لویدل هم بندوي، ځکه په هوږه کې د الیسین په نامه مواد ډیر شتون لري، دا مواد په پیاز کې هم شته، د یوې روغتیایي څېړنې له مخې هوږه به میده کړئ او پر سر یې ومږئ، هوږه په تیلو کې هم ګډولې شئ او د سر غوړولو له پاره ترې کار اخیستلای شئ.
- زکام مخنیوی کوي: د هوږې په واسطه کولې شو چې د اینټي اکسایډنټس د شتون له امله بدن ته ګټه ورسوو، که د زکام په ناروغۍ اخته یاست نو د هوږې چای وڅښئ.
د هوږې چایو د جوړولو طریقه داسې ده چې هوږه به میده غوڅه کړئ او په اوبو کې به یې د څو دقیقو لپاره جوش کړئ، په نري جال سره اوبه په یوه پیاله کې واچوئ، کولې شئ چئ لږ شات یا ادرک هم د خوند جوړولو لپاره په کې واچوئ.
- غوږ درد له پاره ګټوره ده: د غوږ درد له منځه وړلو له پاره هوږه ښه درملنه ده، خو د کوچنیو ماشومانو له پاره تر ټولو اړینه ده، هوږه میده کړئ او اوبه ترې وباسئ، بیا یې ګرمې کړئ، په درد لرونکي غوږ کې واچوئ، درد به مو ارام شي.
- د بدن له خارښ څخه د هوږې په واسطه ځان وژغورئ: هوږه له غوړو سره یو ځای په هغه ځای ومښئ چې خارښ کوي، خارښ به مو ختم او د ارام احساس به وکړئ.
- وزن کمولو له پاره اړینه ده: د یوې څېړنې له مخې په هوږه کې د بدن غوړ له منځه وړلو له پاره په ډيره پیمانه مواد شتون لري.
- له بدن څخه د ازغي لرګیو وړې ریښې وباسي: پښه یا د بدن په هره برخه کې چې د ازغو یا لرګيو ریښې پاتې وي د ویستلو له پاره یې هوږه وکاروئ، په هغه ځای د یوې ټوټې په واسطه هوږه وتړئ، د شپې یا ورځې له تېریدو وروسته به ریښې او درد دواړه له منځه تللي وي.
- میاشو په تښتولو کې موثره ده: یوې څېړنې ښودلې چې د میاشو هوږه او بوي نه خوښیږي، نو له دې امله تیلو یا کریمونو کې یې ګډه او یا یې همداسې په بدن ومښئ د میاشو له ضرر څخه به په امن شئ.
- د شونډو ټپ له پاره یې هم کارولې شئ: په سخته یخنۍ کې د ډیرو خلکو شونډې چوي او وروسته ورځینې ټپ جوړ شي، د هوږې یوه ټوټه په هغه ټپي ځای کیږدئ، درد او ټپ به دواړه ښه شي.
- هوږه سریش هم لري: که چیرته مو ښیښه درزیدلې وي نو هوږه میده کړئ او په درزیدلي ځای یې ومښئ، ستونزه به مو حل شي.
- ونې له حشراتو پاکوي: ونو کې هر ډول چینجي او ضرري شیان کیږي چې ونې له منځه وړي، هوږه، اوبه، تصفیه شوي غوړي او نرم صابن سره ګډ کړئ او سپری په شکل یې په ونو وشیندئ، له حشراتو به مو ونې پاکې شي.



اعلان