د ارزښتونو جګړه 

نظر او تحليل

د ارزښتونو جګړه 

309


موږ دارزښتونو په تړاو خبري کوو، ارزښتونو ډېر پراخه مفهوم لري ، دا چي ارزښتونه باید په کوم معیار وټاکل شي ؟ او کوم ارزښتونه دي چې دهغي نه دفاع او ساتنه په موږ باندي لازیمي شوی؟
او موږ ولي د جاهیلیت ارزښتونو ته د خپلو ارزښتونو په سترګه ګورو، او دهغي په لاره کې قرباني کیږو؟
ارزښتونه د انسان هغو باورونو اوعقايدو ته ویل کیږي چې افراد او ټولنه پرې ولاړ وي اود خپل چال چلند له پاره د هغو پربنسټ يوه ځانگړې لاره غوره کوي. 
نو که په ساده اصطلاح ووایو ارزښتونوهغه دي چې خلک دهغي لپاره قرباني ورکوي ، دسراو مال په بدل دهغي نه دفاع کوي ، تر څو له بدبختۍ او له کړاو څخه وژغورل شي .
دا چې ارزښتونو ساتل او دهغې څخه دفاع انسان له بد بختی څخه ژغوري نو( اسلام بنی آدم د دنیا او اخیرت له بدبختۍ څخه ساتي ، او دوي ته حقیقي ښیګڼې او زیانونه ورپیژني .)
ترڅو مسلمانان د نورو ارزښتونو کې لتاړ نشي، او خپلي ښیګڼې او زیانونه وپیژنی، چې دښیګڼي کار تر سره کړي او د زیان له کار څخه ډډه وکړي.
تر څو په دنیا او اخیرت کې د بدبختۍ او ناکامۍ سره مخ نشي. ( خو دا ښیګڼی هغه نه دي چې انسان یې په خپل خواهش او ګومان دځان لپاره غوره کوي بلکې هغه ښیګڼي دي چې اسلام یې تصور کوي، ځکه ډیری وخت انسان د خپل نفس دلاس بري له امله یو زیان من کار ته هم د خپلي ښیګڼي په سترګه ګوري، سره له دي چې په اصل کې دغه کار یا دغه شي د ده لپاره بد او زیانمن وي، او کله دنفس دلاس برۍ له امله یو د ګټي کار د ځان لپاره زیان بولي.
نو رښتوني ښیګڼه هماغه ده چې شرعیت یې ښیګڼه ګڼي او رښتوني بدي هماغه ده چې شریعت یې بدي ګڼي، که په ښکاره توګه بنده ګانو ته پکې تاوان هم وي، ځکه د دنیا ګټې ټولي عرضې دي.
که چیری موږ اسلامې احکامو ته وګورو نو د احکامو څخه هدف د بنده ګانو ښیګڼی پوره کول، د دغو ښیګڼو ساتنه او له دوي نه زیانونه لري کول دي.)
داچې اسلام خپلو پیروانو ته دیوي خوا نه د هغوۍ ارزښتونه او ښیګڼی ورښولی،او له بلي خوانه یې دهغوي نشتون یا سلبولو په صورت کې د زیان د لري کولو لپاره د مباریزي ،دفاع ،او جنګ لاری چاري ورښولي دي. 
نو پس له دي ورسته که څوک بیا هم مخ اړوي او د خپل نفس منې او د جاهلیت ارزښتونه څخه دفاع او جګړه کوي، په داسي حال کې چې اسلام راته د ارزښت په توګه ندی ښودلی او تري منعه یې اعلان کړي ، او هر چا چې د هغی لپاره جنګ وکړو او په هغې لاره کې مړ شوه ، دا په اصل کې د جاهیلیت په لاره کې مړ شوی، او شارع داسی مرګ ته دجاهلیت مړ ویلی .
نبي کریم (ص) دجاهلیت جرړې له بیخه ویستلي دي ، او څوک چې داسلام د منلو ورسته بیا هم جاهلیت ته ورګرځي ، نو رسول صلی الله علیه وسلم د جاهلیت ارزښتونو کې جنګیدونکې په اړه فرمایئ : ( څوک چې دتعصب (قوم پرستی ) لپاره جنګ وکړی هغه زموږ څخه ندی ، او څوک چې پرتعصب مړ شی هغه زموږ له ډلی څخه نه دی ) ابوداود
بل ځاې فرمایئ : چا چې پر باطله د خپلو خلکو مرسته وکړه د هغه اوښ په څیر دی چې پخپله ځان کوهی ته غورځوي او خلک یې له لکۍ راټینګوی (تفسیر ابن کثیر)
دجاهلیت ارزښتونه ډیر زیات دي ، چې اسلام تری مسلمانان منعه کړي ، چې اوس تر ډیره حکمتونه په همداسي جنګونو کې اخته دي ، لکه : نشنلیستی یا قوم پرستۍ لپاره جنګ ، د واک لپاره جنګ ، د طاغوت په ګټه جنګ ، د مادیاتو لپاره جنګ ، د ژبي تعصب جنګ او نور.....
چې دلته ترډیره پوري مسلمانانو خپل ارزښتونه ندي پیژندلي نو ځکه د نورو د ارزښتونو په لاره کې قرباني کیږي .
دمسلمانانو ارزښتونه سره ګډ او نه بیلیدونکې دي، آن تر دي چې اسلام ټول مسلمانان سره ورونه ورونه کړل آن په افریقاکې تور پوستی مسلمان یې زما ورور کړ ، چې نه یې نژاد زما سره یو دی او نه یې په ژبه پوهیږم ، نه زما هیواد وال دی، خو چې مسلمان دی نو زما ورور دی زما او دهغه ارزښتونه سره ګډ دي ، هغه هم داسلام حاکمیت غواړي دالله تعالی په ځمکه دالله تعالی قانون غواړي او زه یې هم غواړم ، زما او د هغه ترمنځ کوم امتیاز نشته مګر په تقوا سره لکه : ابوذر (رض) ته چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایلی وګوره ! ته نه له چا نه غوره یې اونه لوړ هو ! که په تقوا لوړ شی نو بی شکه لوړ یې (الحدیث)
موږ که هر وخت د مباریزې یا د جګړی خبره کوو نو معیار به مو اسلام وی ، دمسلمان ارزښتونه د اسلام پوری پیوند شوی، داسی پیوند چې هیڅ نه بیلیدونکې وي.
ماخذ
الوجیز_ دوکتور عبدالکریم زیدان
ابو داود ـــ بخاري ـــ تفسیر ابن کثیر



اعلان