امریکایي لیکوال: امریکایي رسنیو ته افغانستان له یوې بربنډې ستورې هم لږ ارزښت لري

نظر او تحليل

امریکایي لیکوال: امریکایي رسنیو ته افغانستان له یوې بربنډې ستورې هم لږ ارزښت لري

991

دوه امریکایي لیکوالانو ټېم ګراهم او برېنټ بوزل په سي این ایس نیوز کې د افغان جګړې په اړه مقاله خپره کړې.
مقاله د امریکایي رسنیو په اړه لیکل شوې. مقاله کې د امریکایي سي بي ایس، این بي سي او ای بي سي رسنیو په اړه لیکل شوي او د یوه مرکز په حواله په کې راغلي چې څومره وخت یې کومو پېښو ته ورکړی دی.
مقاله کې ویل شوي چې یادو رسنیو تېره اوونۍ د کډوالو موضوع ته ۱۲۸ دقیقې وخت ورکړی و، خو امریکا چې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې په افغان جګړه کې ښکېله ده، دغو رسنیو له جنورۍ تر د جون تر ۲۲ مې پورې یې دغې جګړې ته، په ټولیز ډول، یوازې ۳۲ دقیقې وخت ورکړی دی.
لیکوالانو د دغه نه پام او لږ وخت ورکولو دوه لاملونه ښودلي دي. لومړی دا چې افغان جګړه کې د امریکایي پوځ مرګ-ژوبله کمه شوې چې په ۲۰۱۸ ز کال کې تر اوسه یوازې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي.
دویم لامل یې دا ښودل شوی چې شبکې په بهر کې ډېر استازي نه لري او راپور چیان هېرو شویو جګړو ته ډېر پوښښ نه ورکوي او داسې جګړه چې مرګ-ژوبله هم په کې کمه ده.
مقاله کې ویل شوي چې په ټولیز ډول رسنۍ د ترهګرۍ ضد جګړو کې لېوالتیا نه لري.
مقاله زیاتوي چې د افغان جګړې د ۳۲ دقیقو برعکس د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې تورونو ته ۴۴۲ خبري دقیقې وخت ورکړل شوی چې د تېر ۲۰۱۷ ز کال له ټولو دقیقو سره یې شمېر ۱۶۷۶ دقیقې کېږي.
بل خوا، د یوې پورن سټار (د بربنډو فلمونو ستورې) سټورمي ډینیل قضیې ته یې ۱۰۷ دقیقې وخت ورکړی او د ډینیل په ځواب کې یې د ټرمپ وکیل مایکل کوهن ته ۸۱ دقیقې وخت ورکړی دی.



اعلان