په طبیعي ډول د سترګو د نظر ساتنه وکړئ

روغتیا

په طبیعي ډول د سترګو د نظر ساتنه وکړئ

722

د سترګو نظر کمزوري کیدل عام شوي دي، چې په کوچنیوالي کې عینکو لګولو ته ډیری کوچنیان اړ کوي، خو که کوښښ وکړل شي چې له وخته وړاندې د سترګو نظر ساتنه وشي کیدونکې ده، ځکه په طبیعي خوړو کې هغه څه شتون لري چې د نظر ساتنه کوي.
هغه خوراکونه چې د سترګو د نظر ساتنه په طبیعي ډول کوي په لاندې ډول دي:
ګازره چې ډیره پیمانه ویټامین ای لري او د نظر له پاره خورا ګټوره ده.
شنه غټ مرچک یا شمله مرچکو کې ویټامین سي ډیر وي چې د سترګو رګونو له پاره ګټور او له هر رنګه ګواښ څخه یې ژغوري.
د شنو پاڼو سبزیانې لکه پالک او ورته نورو کې ویټامین سي او ای، کیروټين، لیوټن او زیاکسانتین مواد ډیر وي چې د سترګو د نظر ساتنه کوي.
بینډۍ کې د زیکس، لوټين او ویټامین سي په څېر مواد چې د سترګو لید په زیاتولو کې مرسته کوي موجود دي، همدارنګه د سترګو روغتیا کې هم مرسته کوي.
سرو پیازو کې د نورو په پرتله د هلوطین په نامه اکسایډینټ مواد په ډيره پیمانه شتون لري چې د سترګو د ناروغۍ پر وړاندې مقاومت کوي.
د ماهي غوښه کې د اومیګا ۳ او فیټي ایسډز مواد ډير وي چې سترګو له پاره ډیر اړین دي.
زردالو کې ویټامین سي او ای، کاپر او زنک په ډيره پیمانه شتون لري چې ۲۵ سلنه د ناروغیو مخه نیسي.
د زیړ رنګ لرونکي خواړه لکه ګازره، ام، شفتالو او داسې نورو کې بیټا کیروټين، ویټامین ای او ویټامین سي چې د سترګو نظر له پاره له نیمایي ډیر مواد جوړوي شتون لري.
د چرګ او غوایي په غوښه کې زنک او ویټامین ای شته چې د سترګو نظر ساتي.
چڼه دال په ډيره پیمانه زنک لري چې د سترګو نظر له پاره ډیر ګټور دي.
هګۍ کې زنک، لیوټین او زیاکسانتین شتون لري چې د نظر ساتنه کوي.
کیلې ویټامین ای او بیټا کیروټین لري چې د سترګو ستونزې له منځه وړي او نظر تیزولو کې ډیر رول لري.
انګور په بوډا توب کې د سترګو نظر د کمیدلو ګواښ کموي، په دې کې اینټي اکسایډنټس شتون لری چې ډي این ای له ستونزو ساتي او کمزورتیاوې یې پوره کوي.



اعلان