سرچینه: اسلام اباد کې د حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوي سره سپک او سوړ چلند شوی

ګنګوسې

سرچینه: اسلام اباد کې د حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوي سره سپک او سوړ چلند شوی

2322

له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې چې د امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ کوم پلاوی اسلام اباد ته تللی و، هلته پاکستاني چارواکو ډېر سپک او سوړ چلند ورسره کړی دی.
ویسا چې ادعا کوي، باوري سرچینو ورته دا خبر ورکړی وایي چې افغان پلاوي د ملا فضل الله د وژل کېدو په بدل کې له پاکستانه څه تمه درلوده، خو پاکستان برعکس نورې غوښتنې کړي او داسې یې ښودلې ده چې د ملا فضل الله وژل د امریکایانو کار دی.
سرچینې زیاته کړې چې پاکستان له افغان پلاوي غوښتي چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د کټارو له جوړولو څخه باید افغان حکومت رسما تایید وکړي. پر دې سربېره هغوی نورې غوښتنې هم کړي، چې افغان حکومت ته د ورسپارل شوي لېست له مخې د پاکستاني طالبانو وژل او یا نیول یې یوه له هغو ده.
د ورځپاڼې په باور، له افغان پلاوي سره د پاکستان د دغه سپک چلند اصلي لامل دا دی چې اصلا پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغان حکومت په دې معامله کې شریک او طرف نه دی.
د یادونې وړ ده چې کوچني اختر نه وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د افغانستان په ختیځ کې په یوه ډرون برید کې ووژل شو.



اعلان