"جانسن له رایې اچونې د تښتېدو په پار کابل ته تللی و"

ګنګوسې

798

پرون ناوخته د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن کابل ته په یوه ناڅاپي سفر راغی او له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت کرزي او د ناټو له مشر جنرال نېکلسن سره یې وکتل.
ګڼو برتانوي رسنیو لیکلي چې جانسن د هیټرو هوایي ډګر د درېیمې ځغاستلیکې (رن وې) په تړاو د کابینې له رایې اچونې څخه د تېښتې کولو په پار افغانستان ته تللی و.
جانس د درېیمې ځغاستلیکې د جوړېدو مخالف دی.
په لومړیو کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د جانس د ځای ځایګي په اړه د امنیتي لاملو له امله مالومات نه ورکول. جانسن وروسته په ناببره ډول کابل کې راڅرګند شو او کابل کې د شتون اعلان یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وکړ.



اعلان