بدن کې د وینې د کميدلو نښې

روغتیا

بدن کې د وینې د کميدلو نښې

950

بدن کې د وینې کموالی یا انیمیا په اصل کې وینه کې د سرو حجرو کمیدل دي، چې د اکسیجن کار کوي، دا ډول ناروغي ځينې وخت پیدایښتي هم وي چې تلیسمیا بلل کیږي، ډیری خلک داسې هم وي چې بدن کې د اوسپنې یا ویټامین بي ۱۲ کموالي له امله په دې ناروغۍ اخته کیږي، باید دا ډول ناروغ ډاکټر ته مراجعه وکړي تر څو یې درملنه وشي.
بدن کې د انیمیا یا د وینې د کموالي ځینې نښې په لاندې ډول دي:
ساه اخیستو کې ستونزه یا سر ګرځيدل:
بدن کې د اوسپنې یا ویټامین بي ۱۲ د کمي له امله بدن کې ځانګړي پروټین چې هیموګلوبن یادیږي په پوره اندازه بدن ته نه رسیږي، دا ډول پروټین وینه کې د سرو حجرو له پاره اړین دي، په هیموګلوبن کې د اوسپنې اندازه دومره ډیره وي چې له امله یې د وینې رنګ سور کړی وي، دا د وینې له لارې بدن ته اکسیجن رسوي، کله چې بدن ته په پوره پیمانه اکسیجن نه رسیږي نو په ساه اخیستو کې ستونزه پیدا کیږي، زیات وخت سر د ګرځیدو یا د کمزورۍ احساس رامینځ ته کوي.
مرګونې ستړیا:
شیکاګو پوهنتون کې یوې څېړنې روښانه کړې چې د انیمیا تر ټولو لویه نښه د ستړیا احساسول دي، دا ستړیا ډول ډول وي، ځينې خلک ډیره ستړیا احساسوي چې له امله یې په ساه اخیستو او د سر ګرځیدو په ستونزه اخته کیږي، چې دا هم بدن کې د اوسپنې یا ویټامین بي ۱۲ کمی وي.
د پوستکي رنګ زیړیدل:
بدن کې د وینې سرې حجرې کمېدو له امله د پوستکی رنګ زیړیږي، د دې لامل هم بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمی دی چې وینې ته پوره ډول نه رسیږي.
سینه کې درد:
بدن کې د سرو حجرو د کمي له امله زړه ډیر کار کوي تر څو بدن ته وینه په پوره پیمانه ورسوي، چې ورسره د زړه درزا تیزیږي او په سینه کې درد پیدا کوي، باید دې ستونزې ته په کم نظر ونه کتل شي په ځانګړي ډول که چيرته څوک د زړه ناروغي ولري، ځکه دا د مړینې لامل کیدلی شي.
د شنو سبزیانو خوراک:
یوې څېړنې ښودلې چې شنه سبزي بدن ته اوسپنه په پوره ډول رسوي خو ویټامین بي ۱۲ په پوره ډول نه شي رسولی، له دې امله د انیمیا د ناروغۍ لامل کیږي.
اومیندواري یا د بدن نه وینه وتل:
بدن په پوره ډول اوسپنه جوړوي، خو ځينې وختونه بدن نه د وینې وتل هم د انیمیا ناروغي پیدا کوي، اومیندوارو ښځو ته د وینې کمی ډیر وي، د هغوي بدن کې د وینې استعمال ډير وي ځکه چې ماشوم او مور دواړه وینې ته اړتیا لري.
هر وخت د لاسونو یخوالی:
هر وخت د لاسونو یخوالی هم بدن کې د اوسپنې د کموالي لامل وي، ځکه سرې حجرې وینې ته په پوره ډول اکسیجن رسولو له پاره اوسپنه ډيره اړینه ده، که چیرته ونه رسیږي پر وینه اثر کوي، په پایله کې بدن له عادي حالت نه ډير سوړ وي او د وینې په حرکت کې ستونزه پیدا کوي، داسې پېښو سره انسان د ګرمۍ موسم کې ډير مخ کیږي چې د انیمیا ناروغۍ لامل ګرځي.
د سر درد:
بدن کې د اوسپنې کمیدل پر دماغو ډیر اثر کوي، په پایله کې دماغي رګونه پرسیږي او سر درد پیدا کوي.
د زړه درزا بې واره کیدل:
که بدن کې د اکسیجن کموالی وي نو زړه ډیر کار کوي چې په پایله کې د زړه درزیدل بې واره کیږي، که چیرته د داسې پېښې سره مخ شوئ باید ډاکټر سره مشوره وکړئ، ځکه داسې پېښه د زړه ناروغي پیدا کوي.



اعلان