هګۍ د زړه او د وينې د رګونو د ناروغیو مخنیوی کوي

روغتیا

هګۍ د زړه او د وينې د رګونو د ناروغیو مخنیوی کوي

982

يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هره ورځ يوه هګۍ خوړل ښايي په ستر ډول د زړه او د وينې د رګونو پر ناروغیو د اخته کېدو مخنيوی وکړي.

د خوړو پوهان وايي، چې هګۍ د پروټينو، وټامنونو او شحمي اسيدونو غوره سرچينه ده.

دغه څېړنه د پروفيسر ليمنګ لي او ډاکټر کانکينګ يو تر مشرۍ لاندې چینايي او امريکايي څېړونکو ترسره کړې ده، چې د پيکنګ پوهنتون د روغتيايي علومو د مرکز د عامې روغتيا فاکولتې غړي دي.

څېړنه کې د نږدې ۴۰۰ زرو هغو بالغو چینايانو معلومات څېړل شوي، چې عمرونه يې د ۳۰ او ۷۰ کلونو تر منځ دي، دا څېړنه په «زړه» مهالنۍ کې خپره شوې ده.

څېړونکو ومونده چې هغه کسان چې هره ورځ يوه هګۍ خوري، د وينې د بهېدا له کبله د رامنځته کېدونکې دماغي سکتې ګواښ په کې ۲۶ سلنه کم شوی دی.

دغه راز د هګيو خوړونکو کې د زړه او رګونو پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ ۱۸ سلنه راټيټ شوی دی.

د څېړونکو په وينا پايلې ښيي، چې هره ورځ د يوې هګۍ خوړل د زړه او د وينې د رګونو پر ناروغيو او پر دماغي سکتې د اخته کېدو د ګواښ له کمېدا سره تړلي دي.

له دې هر څه سره سره دا عامې پايلې بلل شوې دي او ښه دا ده چې هره ورځ د هګۍ له خوړلو وړاندې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.



اعلان