هند کې ۶۵ کلن مسلمان د غوا تښتولو په تور سخت ډبول شوی

راپورونه

هند کې ۶۵ کلن مسلمان د غوا تښتولو په تور سخت ډبول شوی

790

وروسته له هغه چې د هند د اتر پردېش ایالت په هپور سیمه کې یو ۴۵ کلن شخص سخت ووهل شو، یوه بله ویډیو ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي چې یو ۶۵ کلن مسلمان په کې د غوا تښتولو په تور ځورول کېږي او ډبول کېږي.
انډیا ټایمز په خپل راپور کې لیکي چې له دغه بوډا شخص څخه د برید په پایله کې د غوا د قاچاق کولو اعتراف اخیستل شوی دی.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې د صیام الدین له سر څخه وینې بهېږي او له ږیرې نیول کېږي.
صیام الدین اوس په روغتون کې بستر دی. کورنۍ یې وایي چې دوی صیام الدین په روغتون کې بې هوښه وموند.
هند کې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندو نشنلېست ګوند د حکومت له واکمنېدو وروسته دغه ډول پېښې زیاتې شوي.



اعلان