نړيوال شنونکي: د امريکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو شونتيا ډېره شوې

راپورونه

نړيوال شنونکي: د امريکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو شونتيا ډېره شوې

534

د کوچني اختر په شپو ورځو کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ له څو ورځيني اوربند وروسته نړيوالو د افغانستان پر جګړه تاوده بحثونه پيل کړي دي. سره له دې چې په دې اړه بېلا بېل نظرونه شتون لري، خو يو شمېر چارواکي او شنونکي په دې اند دي، چې د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو شونتيا ډېره شوې ده.

د ازادۍ راديو له راپور سره سم لويديځ شنونکي او دپلوماتان څرګندوي، چې د ولسمشر غني له لوري طالبانو ته بې له کوم شرط و قیده د سولې د خبرو اترو وړانديز د امریکا او دې ډلې تر منځ د مخامخ خبرو اترو لار پرانيستې ده.

د افغان شنونکو د شبکې يو مدير توماس روټينګ وايي: «ولسمشر غني خپل وړانديز کړی دی او اوس د امريکا نوبت دی، چې دا بن و بست مات کړي. سره له دې چې دا به د امريکا له هغه دريځه اوښتل وي، چې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته روسولو لپاره د افغانانو تر مشرۍ لاندې خبرو اترو باندې ټينګار کوي».

د رويټرز له راپور سره سم داسې برېښي، چې د امريکا د بهرنيرو چارو وزير دې بدلون ته چمتو دی.

مايک پومپيو ويلي: «لکه څنګه چې ولسشمر غني په خپلو خبرو کې د افغانستان خلکو ته ټینګار کړی، د افغانستان د سولې مذاکرات د نړيوالو ځواکونو او فعالانو ونډې ته اړتيا لري».

هغه زياته کړه، چې متحده ايالات په دې اړه بحثونو کې د ګډون او زمينه سازۍ ملاتړ ته چمتو دي.

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ اولسن د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا خبرې مهمې بللي او دا د دې نښه بولي، چې ګوندې امریکا بالاخره چمتو ده، چې د طالبانو لپاره پر مهمې غوښتنې چې افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل دي، بحث وکړي.

په همدې تړاو يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط له اوربند وړاندې ويلي وو، چې ډېرې داسې مسالې شته، چې په لنډ مهال کې د امريکا او متحده ايالاتو تر منځ د مخامخ خبرو پر وړاندې خنډ کېږي.

دې چارواکي زیاته کړه: «يوه عمده ستونزه دا ده، چې موږ نه پوهېږو، چې د طالبانو په نوم څوک له امريکايي چارواکو سره د خبرو اترو صلاحيت لري». د هغه په وينا دې برخه کې ډېر لږ معلومات موجود دي.

له راپور سره سم يوه بل امريکايي چارواکي ويلي، چې اوس په دې اړه پوښتنې راولاړېږي، چې د طالبانو له توندلارو عناصرو سره څه وشي؟ هغه وايي چې د طالبانو تر منځ داسې خلک شته چې نه غواړي د خبرو اترو مېز ته کښېني.

د دولت وسله والو مخالفینو د لنډمهالي اوربند په شپو ورځو کې په خپره کړې اعلاميه کې له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په پار ورسره مخامخ خبرې وکړي.

راپور په پای کې ويلي، چې امریکا چې يو وخت طالبانو سره د مخامخ خبرو مخالفه وه، وروستي بدلونونه ښيي، چې دغه مخالفت ورو ورو په کمېدو دی.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا د پارلمان يوه غړي اليوت انګل وړمه ورځ په ورته څرګندولو کې ټينګار وکړ، چې امریکا دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. هغه وويل چې که واشنګټن له پيونګ يانګ سره خبرو اترو ته کښېناستی شي، طالبانو سره هم خبرې اترې شونې دي. اليوت د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته په اشاره چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره په اوسنيو شرايطو کې طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو نه ده، وويل: «د واشنګټن دا ډول دريځ نيول اشتباه ده.



اعلان