سرچینه: طالبانو جلرېز کې نوي امنیتي ځواکونه له ځان سره بیولي

افغانستان

سرچینه: طالبانو جلرېز کې نوي امنیتي ځواکونه له ځان سره بیولي

541

پلازمېنې کابل ته نږدې د میدان وردګو ولایت جلرېز په ولسوالۍ کې طالبانو په یوولسو امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک سلام وطندار ته ویلي چې طالبانو نوي تنه امنیتي ځواکونه له ځان بیولي او پوستو ته یې اور اچولی دی.
سره له دې چې د حکومت اور بند جاري دی، خو طالبانو له خپل درې ورځیني اور بند نه وروسته په افغان ځواکونو باندې بریدونو کې زیاتوالی راوستی چې په بادغیس، فاریاب او غزني ولایتونو کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ-ژوبله اړولې ده.



اعلان