چارواکي: پاکستان ته د شپاړس زره کیلو قیمتي ډبرې د قاچاق مخه نیول شوې

راپورونه

چارواکي: پاکستان ته د شپاړس زره کیلو قیمتي ډبرې د قاچاق مخه نیول شوې

740

د کورنیو چارو وزارت وایي، سرحدي پولیسو په تورخم کې د شپاړس زره کیلو ګرامو قیمتي ډبرې د قاچاق مخه نیولې ده.
د وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اندازه ډبرې په ډېر ماهرانه شکل په یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې او پاکستان ته قاچاق کېدلې.
اعلامیه کې کاږي چې د فلورایت ډبرې په باربري موټر کې د هندواڼو لاندې ایښودل شوې وې.
یاد قاچاقي مواد پرون نیول شوي او پولیسو ظبط کړي دي. پولیسو د سردار ولي په نوم یو تن نیولی دی.



اعلان