سرطان ضد خوراکي توکی چې په هر کور کې شته

روغتیا

سرطان ضد خوراکي توکی چې په هر کور کې شته

839

د بارسلونا پوهنتون پوهانو د يوې نوې څېړنې پايلې اعلان کړي، چې څرګندوي چې زيتون د سرطان په مخنيوي کې ستر رول ادا کوي.

پوهانو دې ته اشاره کړې، چې د سرطان په مخنيوي کې د زيتون ونډه هيښوونکې ده، هغوی ټينګار کړی چې د انسان خوراکي نظام ته د زيتونو ور زياتول د قولون يا انډري (د لويې کولمې يوه برخه) او سينو د سرطان پر ضد بدني دفاع خورا پياوړې کوي. هغوی په ډاګه کړې ده، چې د زيتون پوټکی تر ټولو ډېره ګټه لري.

څېړونکو څرګنده کړې ده، چې «د زيتون پوټکی د زيتون د تېلو د اسيدونو (غوړ اسیدونه- اوميګا-۹) ۸۰ سلنه په ځان کې لری، چې د سرطاني حجرو د له منځه وړلو توان لري او د سرطاني تومور يا غوټې پرمختګ ځنډوي.

د څېړنې پايلو ښودلې چې زيتون نږدې ټول هغه وټامنونه او غذايي توکي لري، چې انسان ورته اړ دی او د وټامن (اي) غوره سرچينه ده، چې د دماغو او سږو پر دنده او روغتيا مثبت اغېز پرېباسي او د وينې د سرو کوريوياتو په توليد کې مرسته کوي.

زيتون کې دغه راز پروتينونه، پکتين، شکره، وټامن (بي، سي، اي او پي)، پوټاشيم، فسفور، اوسپنه او نور هغه معدنونه شته، چې د انسان بدن ورته اړتيا لري.

زيتون کې داسې غوړ اسيدونه هم شته، چې انسان نه مړوي خو شريانونه د کوليسټرولو له هغه خطرناک کمښته ژغوري، چې د شريانونو د کلکېدا يا پرنډېدا لامل کېږي.

پوهانو خپلې څرګندونې په دې وينا پای ته رسولي، چې په ورځنۍ توګه د زيتونو خوړل د زړه او د وينې د رګونو په ناروغیو او پر سرطان د اخته کېدو ګواښ له منځه وړي.



اعلان