سټار اېنډ سټرايپس: امريکا افغانستان کې نوې وسلې ازمويي

راپورونه

سټار اېنډ سټرايپس: امريکا افغانستان کې نوې وسلې ازمويي

697

په داسې حال کې چې وړاندې هم ورته راپورونو پر هغو هېوادونو کې د امریکا د نويو وسلو له ازمويلو پرده پورته کړې، چېرته چې امريکا په مستقيم يا غير مستقيم ډول په جګړه کې ښکېل ده، امريکايي ورځپاڼې سټار اېنډ سټرايپس خبر ورکړی دی، چې متحده ايالات افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د نويو وسلو ازموينه ورکوي.

دې ورځپاڼې د بېلګې په توګه د يوې نوې وسلې د ازموينې يادونه کړې، چې دا مهال يې امريکايي ځواکونو ته افغانستان کې روزنه ورکول کېږي. راپور کې ويل شوي چې د دې وسلې مردکي وژونکي نه دي، خو پر نښه له لګېدو وروسته چوي او يو ډول تريخ ګاز خپروي چې په نښه شوي کسان له فعاليته غورځوي.

د ويسا ورځپاڼې له راپور سره سم سرچينې زياته کړې ده، چې دا ګاز پر سترګو، پوزه او تنفسي سيستم کې يو ډول سوی پيدا کوي، چې له امله يې په نښه شوی تن بې هوښه کېږي.

شنونکي د امریکا له لوري د ننګرهار په اچين کې د «مور بم» ازمويلو ته په اشاره وايي، چې امريکا وړاندې هم دا کار کړی او ډېر نور يې ښايي د رسنيو له پوښښ او خلکو له سترګو لرې پاتې وي، خو د هغوی په وينا دا چاره ناسمه او په دې معنا ده چې بهرنيانو افغانستان د خپلو وسلو پر لابراتوار بدل کړی دی، چې خپلې وژونکې کيمياوي وسلې په کې ازمويي.

ويسا د روغتيايي چارو د متخصص فيض محمد صافي له خولې ليکلي، چې د دې وسلو کارونه نه يوازې دا چې د مرګ ژوبلې ګراف نه ټيټوي، بلکې هېواد کې د سرطان په ګډون د ګڼو نورو وژونکو ناروغيو لامل ګرځي.

پوځي شنونکي محمدا ګل مجاهد هم څرګنده کړې ده، چې د دې وسلو استعمال افغانانو ته د ګټې پر ځای زيانونه لري.

د سټار اېنډ سټرايپس دا راپور په داسې حال کې دی، چې د امريکا هوايي پوځ څو ورځې وړاندې په يوه راپور کې په ډاګه کړه، چې په وروستيو مياشتو کې يې په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېرې وسلې غورځولې دي. دې راپور کې وويل شول، چې امريکايي پوځ په تېره مۍ مياشت کې افغانستان کې ۵۹۱ او په تېر اپرېل کې ۵۶۲ بمونه او توغندي ورولي، خو د دې وسلو د استعمال نور جزيات په بشپړ ډول پټ پاتې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې نړيوالو راپورونو وړاندې عراق او سوريه کې هم د امریکا له لوري د لسګونو نويو وسلو له ازمويلو پرده پورته کړه، خو دا مساله يوازې تر رسنيو محدوده پاتې شوه او پر وړاندې يې هيڅ غبرګون ونه ښودل شو.



اعلان