آیا بادام ذهن تېزوي؟

روغتیا

آیا بادام ذهن تېزوي؟

697

له ډیرو به مو اوریدلي وي چې بادام د شپې له خوا په اوبو کې واچوئ او سهار یې وخورئ نو د حافظې تېزولو له پاره ښه نسخه ده، خو بادام یواځې د ذهن تېزولو له پاره ښه نه بلکه په ډیرو شیانو کې ښه ونډه لري.
جنرل اف نیوټریشن انیډ ایجنګ یوه څېړنه خپره کړې چې د بادامو او دماغو تر مینځ اړیکه یې روښانه کړې ده، چې په بادام کې ویټامین ای او فایبر پولي کیمیکلز دماغو کې د اینټي اکساینډنټ ته وده ورکوي او ښه کار کوي، د دماغو ساتنه کوي او عمر په زیاتوالي سره د دماغو کمزورتیا یا د الزایمر ناروغۍ مخه نیسي.
د ذهن تېزولو له پاره د ډیرو بادامو خوړلو ته اړتیا نشته یواځې له ۸ نه تر ۱۰ دانو پورې د شپې له خوا په اوبو کې واچوئ او سهار یې وخورئ، څېړونکو ویلي، دا ډول خوراک مو بدن کې زر هضم کیږي او ګټور دی.
سربیره پردې بادام کې ویټامین بي سیکس د میټابولیزم په پورټینونو کې هم مرسته کوي چې راتلونکې دماغي خرابي هم له مینځه وړي او حافظه پیاوړې کوي.
په بادامو کې کیلوریز په ډیره پیمانه شتون لري چې ډیر خوراک یې د وزن زیاتولو لامل کیدلی شي، د دې له پاره له ۸ نه تر ۱۰ دانو پورې خوارک ګټور دی.



اعلان