د امريکا د پارلمان غړی: طالبانو سره له مخامخ خبرو ډډه کول اشتباه ده

افغانستان

د امريکا د پارلمان غړی: طالبانو سره له مخامخ خبرو ډډه کول اشتباه ده

849

د امريکا د پارلمان يوه غړه اليوت انګل د امريکايي حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو يو ډول ملاتړ کړی دی. نوموړي ويلي دي، چې د دواړو لوريو تر منځ خبرې اترې به هغه «ټابلېټ» ته ورته وي، چې «تېرول به يې لږ څه ګران وي»، خو هغه ټينګار کوي، چې دا خبرې بايد وشي.

د امريکا د پارلمان دغه غړي چې د پارلمان د بهرنيو اړيکو د کمېټې غړی هم دی، ټينګار کړی، چې که امريکا له شمالي کوريا سره د سولې خبرې او مذاکرات کولی شي، له طالبانو سره خبرې اترې هم امکان لري.

د امريکا غږ له راپور سره سم ښاغلي انګل طالبان يو «واقعيت» وباله، چې په وينا يې بايد پاملرنه ورته وشي.

هغه د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته په اشاره چې د هغه تر مشرۍ لاندې اداره په اوسنيو شرايطو کې طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو نه ده، وويل: «د واشنګټن دا ډول دريځ نيول يوه اشتباه ده».

دغه امريکايي چارواکي ټينګار کړی، چې که طالبانو سره د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د متحده ايالاتو ګټې په ښه توګه خوندي کېدی شي، نو د امريکا حکومت بايد له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

د امريکايي حکومت لوړپوړو چارواکو په ورستيو ورځو کې وروسته له هغه طالبانو سره د سولې پر خبرو څرګندونې ډېرې کړې دي، چې د اختر په شپو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري موقتي اوربند اعلان شو. افغانانو د دې اوربند تود هرکلی وکړ او د جګړې ښکېلو لوريو يو ځل بيا پر خپلو دريځونو ټينګار وکړ. امريکا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني، خو طالبانو ټينګار وکړ چې د سولې خبرې يوازې له امريکا سره کوي او امريکا يو ځل بيا دا غوښتنه رد کړه.



اعلان