د کونړ چار تراش په لویو موټرو کې چېرته وړل کېږي؟

راپورونه

د کونړ چار تراش په لویو موټرو کې چېرته وړل کېږي؟

243

له تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې تصویرونه لاس په لاس کېږي چې د ختیځ کونړ ولایت چار تراش قیمتي لرګي په لویو موټرو کې بار ښیي او جلال اباد ښار ته ننوځي.
دغو تصویرونو یوه غوغا جوړه کړې او ډېر ګومان دادی چې په لویو موټرو کې بار دغه لرګي به په غېر قانوني ډول وهل شوي وي او د شپې به په غېر قانوني ډول لېږدول کېږي.
یو شمېر فعالان پوښتي، سره له دې چې د چار تراشو وهل منع کړل شوي، خو بیا هم په لویو موټرو کې په توره شپه کې لکه د قاچاقي موادو په څېر د پولیسو تر سترګو لاندې دا موټر څه ډول د کونړ له ځنګلونو را ووتل او سلګونه کیلومتره لاره یې ووهله او ځان یې جلال اباد ته ورساوه.
د سیمې یو شمېر فعالان ځایي چارواکي ملامتوي او تور پرې لګوي چې د لرګیو په غېر قانوني سوداګرۍ کې یا لاس لري او یا یې ګټه ور رسېږي، ځکه یې مخه نه نیسي.
داسې هم ویل کېږي چې دا لرګي به ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کېږي. وړاندې کلونو کې هم لیدل شوي چې دغه لرګي پاکستان ته په غېر قانوني ډول د زور واکو له لوري قاچاق شوي دي.
ښایي له یوې برخې لرګیو څخه به یې جلال اباد ښار کې هم کار اخیستل کېږي.
فعالانو له دولتي چارواکو غوښتي چې دغو لویو موټرو کې د  لېږدېدونکو چار تراشو په اړه وضاحت ورکړي.



اعلان