څېړنه: د خوب کموالی زلموټي د زړه په ناروغۍ اخته کوي

روغتیا

څېړنه: د خوب کموالی زلموټي د زړه په ناروغۍ اخته کوي

548

نوې امريکايي څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د ځوانۍ او پېغلتوب عمر ته نږدې کسان يا مراهقين چې ګډوډ خوب ولري، دا يې د زړه پر روغتيا او د وينې پر رګونو اغېز لري.

څېړنه د متحده ايالاتو په ماساشوستس عمومي روغتون کې ترسره شوې ده، چې د «Pediatrics» په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

د خوب د ښه والي او د زړه د روغتيا تر منځ د اړيکې معلومولو لپاره څېړونکو يوه اوږدمهاله څېړنه ترسره کړې ده، چې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ په کې له ۲۰۰۰ ډېرو مېرمنو او د هغوی کوچنیانو ګډون کړی دی.

پايلو ښودلې ده، چې په يوه ورځ کې د ټولو ګډونوالو د خوب اوسطه موده ۴۴۱ دقيقې يا ۷ ساعته او ۳۵ دقيقې وه او يوازې ۲.۲ سلنه ګډونوال داسې وو، چې له دې ډېر خوب يې کړی و.

له څېړنې سره سم د ۱۱ او ۱۳ کلونو تر منځ عمر لرونکو هلکانو او انجونو ته په شپه او ورځ کې د ۹ ساعته خوب ټينګار کېږي، خو هغه زلموټي چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ دي، ۸ ساعته دې ويده شي.

څېړونکې ډلې ومونده چې ۳۱ سلنه ګډونوال په شپه او ورځ کې له ۷ ساعتونو کم ويدېږي او له ۵۸ سلنې زيات ډېر ښه خوب نه کوي.

څېړونکو څرګنده کړه، چې د خوب لږوالی او خراب کيفيت د دې لامل کېږي چې په بډوډو (ګردو) او ګېډه کې د غوړو اندازه ښکته شي، دغه راز د زړه پر روغتيا او د وينې په رګونو اغېز لري، چې ښايي د لوړ فشار او د وينې د غوړو د ډېرېدا لامل شي.

د څېړونکې ډلې مشرې ډاکټرې الېزابېت ويليسيانو وويل: «د غذايي سيستم او بدني فعاليت تر څنګ د خوب اندازه او ډول هم د روغتيا لپاره مهم دي».

هغې زياته کړه: «د کوچنيانو روغتياپوهان او معالج ډاکټران بايد پوی شي، چې د خوب خراب ډول او د شپې پر مهال بيا بيا بیدارېدل د زړه د ناروغيو ګواښ ډېروي».

وړاندې يوې بلې څېړنې ښودلې وه، چې هغه کوچنيان چې له خپلو عمرونو سره له سم خوب لږه اندازه کوي، د لويوالي پر مهال ډېر له چاغښت سره مخ کېږي.

د خوب امريکايي ملي موسسه ټينګار کوي، چې له ۴ تر ۱۱ مياشتو کوچنيان دې شپه او ورځ کې له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو ويده شي، د ۱ او ۲ کلونو تر منځ عمر لرونکي دې له ۱۱ تر ۱۴ ساعتو ويده شي. دغه راز هغه کوچنيان چې د ۳ او ۵ کلونو تر منځ دي، له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو خوب ته اړ دي او له ۶ تر ۱۳ کلونو عمرونه لرونکي له ۹ تر ۱۱ ساعتونو خوب ته اړتيا لري.

زلموټو ته ټينګار کېږي چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ عمر لرونکي دې په شپه او ورځ کې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو خوب وکړي.



اعلان