د پکتيکا اوسېدونکي: انګور اډه کې پاکستاني ملېشو پوځي تاسيسات جوړ کړي

افغانستان

د پکتيکا اوسېدونکي: انګور اډه کې پاکستاني ملېشو پوځي تاسيسات جوړ کړي

598

د پکتيکا اوسېدونکو رسنيو ته ويلي دي، چې پاکستاني ملېشو د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي، خو افغان حکومت يې پر وړاندې هيڅ ګام نه اخلي.

د ويسا ورځپاڼې له راپور سره سم د برمل ولسوالۍ د وزيرو شورا مشر حاجي قدرت الله رسنيو سره خبرو کې څرګنده کړې ده، چې پاکستاني ملېشو په دې وروستيو کې انګور اډې سيمه کې پوستې او پاخه سړکونه جوړ کړي دي.

«د خدر غره هغه ځای هم پاکستاني ملېشو لاندې کړی دی، چې څو کاله وړاندې په کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ګډ مرکز و».

دا قومي مشر وايي، چې پاکستاني ځواکونه ۲۵ کيلو متره له ډېورنډ کرښې راتېر شوي دي. «هغوی په ځينو ځايونو کې اغزن سيمونه هم غځولي، خلک يې په منځ سره بېل کړي دي، خو افغان حکومت يې پر وړاندې بې پروايي کوي».

د سرچينې له راپور سره سم د سيمې نورو اوسېدونکو څرګنده کړې، چې ځوابه غر، خدر غر او اډانه سيمو کې پاکستاني پوځيانو پوستې جوړې کړي او سيمه کې ځان ته د خلکو پر پيدا کولو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايت والي محمد الياس وحدت د ولس دا څرګندونې ردوي خو ژمنه يې کړې چې بيا به هم دا موضوع تعقيب کړي.

هېره دې نه وي چې پاکستاني ځواکونو وړاندې هم د پکتيکا په ګډون په ګڼو نورو ولايتونو کې ورته اقدامات کړي دي، چې د سيمه‌ييزو خلکو له غبرګون سره مخ شوي دي.