کرزی: الکترونیکې تذکره نه اخلم، دا تذکره نه تفرقه ده

افغانستان

کرزی: الکترونیکې تذکره نه اخلم، دا تذکره نه تفرقه ده

2103

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې الکترونیکې تذکره نه اخلم.
کرزي چې ژورنالېستانو ته یې خبرې کولې، د الکترونیکي تذکرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا پروسه سیاسي ده. نوموړي وویل چې دا تذکره نه تفرقه ده.
کرزي تذکرو کې د بهرنیانو لاس لرلو ته هم اشاره درلوده.
شاوخوا میاشت وړاندې ولسمشر اشرف غني ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې د الکترونیکي تذکرو وېش پېل کړ چې تر اوسه دغه وېش روان دی.
نه یوازې کرزي، بلکې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر وتلو غړو، جمعیت ګوند او اجراییه رییس هم د دغو تذکرو د وېش مخالفت کړی او دا پروسه یې نامشروع بللې.