مسلمیار مسعود ته: موږ او تاسو وو چې د امریکایي توغندیو په واسطه مو د طالبانو نظام چپه کړ

افغانستان

مسلمیار مسعود ته: موږ او تاسو وو چې د امریکایي توغندیو په واسطه مو د طالبانو نظام چپه کړ

1594

نن کابل کې د ولسي جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د وژل کېدو لومړی تلین غونډه جوړه شوې وه چې د جمعیت ګوند یوه وتلي غړي او په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر اشرف غني پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار ورته ویناوې وکړې.
مسعود په حکومت نیوکې وکړې چې په وینا حکومت یې حق نه دی ورکړی. ده وویل چې جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د جمعیت ګوند او جنبش ګوندونو کسانو د حکومت پر ضد وسله راخیستې او جګړه کوي. د ده په وینا، دا کار یې ځکه کړی چې هغوی ځان په حکومت کې نه ویني. نوموړي وویل که چېرې دا ځل بیا (ټاکنو) کې درغلي کېږي، نو ستونزې به ډېرې شي.
مسلمیار د مسعود خبرو ته توند غبرګون وښود او ورته یې وویل چې تاسو اوس هم د حکومت پنځوس سلنه برخه یاست. ده زیاته کړه، که اشرف غني وژونکی و او که درغلي یې کړې، تاسو ورسره وئ.
د مسلمیار اشاره د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم ته وه چې مسعود یې برخه وه.
مسلمیار مسعود ته وویل چې د قومونو تر منځ تفرقه وانه چوي او له سیاسي مشرانو یې وغوښتل چې منطقي او عاقلانه واوسي. د مسلمیار په وینا، که تاسو وایئ چې موږ دلته (حکومت) کې نه یو او جګړه کوو، نو موږ او تاسو خو مقاومت کې هم وو او امریکایي کروز توغندي له موږ مخکې و او د طالبانو نظام مو چپه کړ. مسلمیار وویل چې خپل دښمن ته شرعي قواله (د جګړې د جواز له پاره) مه ورکوئ.
سالم ایزدیار کال وړاندې په یوه لاریون کې وژل شوی و.