په بوډا توب کې د حافظې خرابېدو لاملونه

روغتیا

په بوډا توب کې د حافظې خرابېدو لاملونه

615

په عام ژوند کې بدلون راوستل په بوډا توب کې د حافظې خرابېدل یا الزایمر د ناروغۍ له ښکار کیدو انسان تر ډيره ساتي، دا په ۷۰ کلنۍ کې ښکاره کیدونکې ناروغي ده چې دماغي حجرو ته زیان رسوي او په پای کې حجرې وژني، چې د انسان دماغ ناکاره کوي او یاداښت یې له منځه وړي.
د یوې سروې له مخې په نړۍ کې تقریبا ۵۰ میلیونه کسان د حافظې خرابوالي یا الزایمر په ناروغۍ اخته دي چې په ۲۰۵۰ کال کې به یې شمېر ۱۳۰ میلیونه ته لوړ شي.
پوهانو دماغو ته زیان رسوونکي ۹ لاملونه او ناروغۍ په ګوته کړي چې ځان ورڅخه باید وساتل شي نو د دماغو ساتنه به یې هم وشي، لاملونه دا دي:
- په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار
- چاغوالی
- د ویښتانو توییدل
- دماغي فشار
- ذیابیطس یا شکر ناروغي
- بدني تمرین نه کول
- د تماکو استعمال یا سګرټ څکول
- یواځې ژوند تېرول
پوهان وایي، د حافظې خرابېدلو درملنه ډیره وروسته پیلیږي، خو د دماغي حجرو له منځه تلل له وړاندې پیل شوي وي او د پورته ۹ لاملونو څخه ځان ساتل مو له حافظې خرابېدلو ساتي.



اعلان