د ټرمپ او کېم د لیدنې د خونې قالینې افغانۍ وې

ګنګوسې

د ټرمپ او کېم د لیدنې د خونې قالینې افغانۍ وې

1568

پرون سنګاپور کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون تر منځ تاریخي لیدنه وشوه.
پر دغې لیدنې ډېر لګښت شوی و او په کلکو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوه.
که څه هم تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې د دواړو مشرانو تر منځ د لیدنې د خونې قالینې افغانستان جوړ وې، خو ټولنیزو رسنیو کې ویل کېږي چې هلته افغان قالینې کارول شوې دي.
له افغان قالینو د ملاتړ ادارې یوه چارواکي عبدالبصیر رشتیا پر خپله فېسبوک پاڼه ادعا کړې چې دغه قالینې افغانۍ دي. نوموړي د ګیلې په ډول لیکلي چې افغانان له وطني تولید نه ګټه نه پورته کوي او پر ځای یې بهرني تولیدات کاروي.
د ټي ایم زیډ په نوم یوې وېبپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي چې د کپبېلا هوټل ځمکه په ۱۲ زره امریکایي ډالرو فرش شوې وه.
افغان قالینې نړیوال شهرت لري چې افغانستان کې دننه هم جوړېږي او ویل کېږي پاکستان یې په خپل نوم نړۍ ته صادروي.
د قالینو دغه صنعت د افغان کډوالۍ پر مهال له ډیورنډ کرښې اخوا تللی. اوس هم د پېښور په شعبه بازار کې یو مارکیټ شته چې قالینې په کې جوړېږي.
ګڼو نورو فېسبوک کارنو هم لیکلي چې دغه قالینې افغانۍ دي.



اعلان