څېړنې د الوګانو په اړه له هيښوونکو حقيقتونو پرده پورته کړې

روغتیا

څېړنې د الوګانو په اړه له هيښوونکو حقيقتونو پرده پورته کړې

1313

په يوه نوي علمي راپور کې چې پايلې يې تازه خپرې شوي، روغتياپوهانو د سرو شويو الوګانو له ډېر خوراکه خلکو ته د ځان ساتنې ټينګار کړی دی. هغوی دې ته اشاره کړې ده، چې په غوړو کې سره شوي الوګان يا چېپس د وزن او چاغوالي په زياتوالي کې ستره ونډه لري او پر دې سربېره نورې ګڼې روغتيايي ستونزې لري، لکه د زړه ناروغي او د رګونو کلکېدا. روغتيا پوهانو د دې لامل په الوګانو کې په ستره کچه د شکرې شتون ښودلی دی.

د روغتيا او خوړو برخه کې مسلکي پوهانو دې ته اشاره کړې ده، چې «دا څېړنه خورا هيښوونکي حقايق څرګندوي»!

په همدې تړاو د انګلستان پوهانو ويلي، چې وريته شوي يا غوړو کې سره شوي الوګان د ۱۹ ټوټو په اندازه شکره لري، چې د يوه منځني حجم کوکاکولا بوتل ۳ برابره شکره کېږي.

په دې طبي څېړنه کې پوهانو د کاربوهايډرايټ لرونکو خوړو په اړه روښانه کړې، چې الوګانو کې په ستره کچه شکره شته، داسې چې بدن کاربوهايډرايټ ګلوکوز ته بدلوي، چې دا د شکرې پر ناروغانو تاثير لري.



اعلان