د شپې له خوا رڼا کې خوب کول مو د ناروغیو سره مخ کوي

روغتیا

د شپې له خوا رڼا کې خوب کول مو د ناروغیو سره مخ کوي

814

په دې وروستیو کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې رڼا خونه کې خوب کول مو د شکر په ناروغۍ اخته کوي چې د انسان په بدن کې د انسولین د تولید مخه نیسي.
د امریکا یوه څېړنه چې ډیرو خلکو په کې ګډون کړی و ښیي، په رڼا خونه کې د یوې شپې تېرول د انسان بدن کې د انسولین مقاومت کچه کې کموالی راولي. د انسولین مقاومت په حجراتو کې کمښت راولي او هارمون چې له وینې څخه ګلوکوز لیږدوي کمزوری کوي، دا د شکر ناروغۍ د پېل نښې دي.
څېړنه ښيي، چې د شپې له خوا رڼا د خوب د هارمون (melatonin) مخنیوی کوی، دا هارمون په وینه کې د شکر کچه برابره ساتي او مرسته ورسره کوي، میلاټونین هارمون په دماغو کې د تیارې له امله پرمختګ کوي، خوب او ویښیدل منظم کوي.
ډاکټر آیفی تچیونګ مسون چې د نارت ویسټرن پوهنتون څخه ده ویلي، موږ دې پایلې ته رسیدلې یو چې یوه شپه په رڼا کې خوب کول بدن کې د انسولین مقاومت اغیزمن کوي، خوب خرابوي او د انسان په میټابولیزم هم اغیز کوي.
نوموړې زیاته کړه، پایلې ښودلې چې په ځانګړي ډول د شپې له خوا رڼا کې ویده کیدل ډير زیانونه لري، ځکه دا رڼا مصنوعي ده او د دې په اړه نورو څېړنو ته اړتیا شته دی.
همدارنګه د امریکا په ایموري پوهنتون کې یوې څېړنې دا هم ښودلې چې ۷ ساعته خوب کول انسان د زړه له ناروغۍ ساتي، په څېړنه کې یې ۱۲ زره کسان چې عمرونه یې له ۳۰ څخه تر ۷۴ کلونو پورې و ونډه اخیستې، پایلې ښودلې کوم کسان چې له ۷ ساعتونو کم خوب کوي د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.



اعلان