د ام له ګټو ځان خبر کړئ

روغتیا

د ام له ګټو ځان خبر کړئ

684

ام د هند په لویه وچه کې د میوو پاچا بلل کیږي، چې ډیری خلک یې په ډیر شوق سره خوري، ځکه د امونو موسم دی او هر څو کوښښ کوي چې له خوړلو یې ګټه واخلي، ګټې یې ډیرې دي خو د یوې ښه میوې په څېر د کولمو او د هضم نظام پیاوړی کوي.
ام کې ډول ډول ویټامین، اینټي اکسیډنټس، پولي فینولز او فایبر په ډیره پیمانه شتون لري، د کولمو د سوزش ستونزه له منځه وړي، د هضم نظام پیاوړی کوي او خوراک په چټکتیا سره ګټې اخیستلو ته چمتو کوي، په اوس وخت کې ډیر خلک د هضم او ګیډې په ناروغیو اخته دي چې ام تر ټولو ښه درمل دی.
د ټیکساس ایالت د ای اینډ ایم د پوهنتون څېړونکو ښودلې، چې ۳۶ نارینه او ښځينه یې په دوه ډلو وویشل، یوې ډلې ته به هره ورځ ۳۰۰ ګرامه ام د خوراک لپاره ورکولو او بلې ډلې ته به یې د فایبر پوډر ورکول، د دواړو ډلو له پاره یې په خوراک کې پروټين، کیلوریز، کاربوهایډریډ او فایبر په مساوي ډول ورکول.
له یوې میاشتې وروسته پایلې ته په کتو سره دواړو ډلو د قبض کمیدل ومنل خو د ام خوړونکو په ډله یې اثر له ورایه ښکاریده، له دې څېړنې روښانه شوه چې ام ښه میوه، پریمانه فایبر او نورې ډیرې ګټې لري.
د پوهنتون محصل سورین مارټيس ټالکوټ ویلي، ام قبض او د کولمو سوزش له منځه وړي، د هضم نظام پیاوړي کولو له پاره تر ټولو ګټوره نسخه ده، په ام کې چې کوم فایبر شتون لري له ټولو غوره دي.



اعلان