د سبزۍ او مېوو خوړلو یوه تر ټولو مهمه ګټه

روغتیا

د سبزۍ او مېوو خوړلو یوه تر ټولو مهمه ګټه

817

هسې خو د سبزۍ او مېوو خوړلو بې شمېره ګټې شته، خو وروستیو کې د یوې نوې څېړنې پایله کې مالومه شوې د دوی خوړل د بدن بېلابېل شریانونه روغ او له ناروغیو یې ساتي.
د امریکا د نیویارک پوهنتون د درملو ښوونځي کې په درې نیم میلیونه خلکو څېړنه او تجربه شوې. څېړنه کې ثابته شوه، هغه کسان چې په ورځیني غذایي رژیم کې یې سبزي او مېوه شامله وه، نو د شریانونو د تنګېدو (کوچني کېدو) له ناروغۍ څخه ژغورل شوي وو.
د شریانونو ناروغي (پېرل فېرل ارټري ډیزیز) داسې ناروغي ده چې له زړه څخه د پښو په لور غځېدلي شریانونه په کې تنګېږي چې له امله یې د وینې جریان کې کموالی راځي او پښو کې درد پېداکېږي.
له دې وړاندې څو څېړنو کې ویل شوي وو چې د سبزۍ او مېوو خوړل د زړه د دورې او فلج ناروغۍ په مخه نیولو کې اغېزمن دي، خو په شریانونو یې د مثبت اغېز خبره په لومړي ځل کېږي.
یاده څېړنه کې ویل شوي، هغه زاړه (عمر خوړلي) چې سبزي او مېوه یې کارولې، نو د شریانونو د تنګوالي سلنه هم په کې کمه وه. برعکس، ځوانانو چې سبزي او مېوه یې کمه خوړلې، نو د دغې ناروغۍ ګواښ ورته ډېر متوجه و.
څېړنه کې دا هم ویل شوي، هغه کسان چې د نشه یي توکو معتاد دي، نو د دغې ناروغۍ ډېر ښکار کېدای شي.



اعلان