د افغانستان د معاصر تاریخ لیکنه او د علمي چلند تشه

ادبي نثرونه

د افغانستان د معاصر تاریخ لیکنه او د علمي چلند تشه

578

اصلن د تاریخي دورو وېش غربي مؤرخینو کړی دی. دا چې دوی تاریخ په تاریخ له مخه او تاریخي دورو یا په لرغونو، منځنیو او تیارو دورو وېشلی، لامل يې دغه برخه کې د هغوی ډېر کار، برلاسی (استعمار سره) او دغه اړخ ته د شرقیانو بیا په ځانګړي ډول د مسلمانانو نه پاملرنه کېدای شي. که څه هم یو شمېر مسلمان مؤرخین تاریخ په اسلام له مخه (جاهلیت) او له اسلام وروسته او بیا په بېلابېلو خلافتونو او کورنیو وېشي، خو زیاتره دغه وېش نه مراعتوي.
د افغانستان د معاصر تاریخ د پېل له پاره د فرانسې له انقلاب وړاندې، په ۱۷۴۷ ز کال کې پر تخت د احمد شاه ابدالي کېناستل غوره شوي دي. کله چې موږ د افغانستان د معاصر تاریخ نوم اورو، نو فکر مو نېغ له احمد شاه ابدالي وروسته افغانستان ته ورځي.
د (د افغانستان معاصر تاریخ) په نوم یو مضمون د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او نږدې ټولو پوهنځیو کې له معاصر تاریخ سره د محصلینو د اشنايۍ له پاره لازمي تدریسېږي. ستونزه داده چې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د دغه مضمون هر استاد د کتاب په لیکلو او محتوا کې خپلواک پرېښودل شوی دی. همدا لامل دی، ځینو استادانو ته چې دغه مضمون د تدریس له پاره ورکول کېږي، نو د خپل فکر، تمایلاتو او غېر علمي چلند له مخې معاصر تاریخ (د چېپټر یا کتاب په شکل) لیکي، چاپوي او تدریسوي يې.
د یو شمېر استادانو له لوري لیکل شوي چېپټرونه/کتابونه مې وکتل چې له چېپټر/کتاب سره يې علمي چلند نه و کړی او د څېړنې په میتود برابر نه وو.
غبار، حبیبي، کهزاد، پوهاند کاکړ او یو شمېر نورو مرحومینو ته دې خدای اجرونه ورکړي چې د هېواد د تاریخ برخه يې ډېره بډایه کړې ده. ما چې د معاصر تاریخ په تړاو لیکل شوي دغه چېپټرونه/کتابونه ولیدل، نو نږدې ټول يې د همدغو خدای بښلو د کتابونو له راټولونو ډک و. د معاصر تاریخ په تړاو د علمي رتبو (له پوهیالۍ تر پوهاندۍ) په اړه داسې کتابونه هم لیکل شوي چې په یوه ځای په کې له یوه کتابه دوه-درې مخه راکاپي شوي او استاد پرې لویه علمي رتبه اخیستې. د حیرانۍ ځای بیا دادی چې دغه کتاب بیا په بېلابېلو ځایونو (له پوهنتون تر وزارته) د بېلابېلو علمي بورډونو له لوري منل شوی هم دی.
صدیق روهي یو ځای لیکي چې زموږ څېړنې له کتابونو پېل او په کتابونو پای ته رسېږي. مانا دا چې د یوې موضوع په اړه مالومات له نورو کتابونو کاپي-پېسټ کوو. یانې د لومړي لاس اسنادو د موندلو له پاره زحمت نه وباسو، بس تیارې مړۍ ته ناست یو. د بېلګې په ډول، که د احمد شاه ابدالي په اړه لیکل کوي، نو نږدې ټول لیکل يې د غبار او حبیبي له کتابونو راخیستې وي، په داسې حال کې د احمد شاه ابدالي په اړه لومړۍ لاس سرچینې هم شته. د هغه د خپل یا ورته نږدې مهال لیکوالو لیکلي کتابونه موندل کېږي او یو شمېر خو يې پښتو ته هم ژباړل شوي، خو دلته د زحمت کولو په نوم څه نه لیدل کېږي. دغه ډول چلند د پاچا امان الله او وروستیو پېښو په تړاو هم لیدل شوی.
د هېواد د معاصر تاریخ له لیکلو سره دغه ډول غېر علمي چلند بېخي غېر مناسب دی. دا نه چې د دې دورې په اړه کافي مواد نه شته، بلکې په پښتو، دري/فارسي، انګلیسي او نورو ژبو د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه ډېر مواد موندل کېدای شي، خو ستونزه موږ کې ده چې د موندلو او کارولو له پاره يې ځان نه تکلیفوو.
دغه ډول غېر علمي چلند له ټولنیزو او ساینسي علومو دواړو سره کېږي. دلته د طب په برخه کې هم ډېرې ستونزې شته.
له علمي چلند او په ځانګړي ډول د ساینس برخه کې د اپډېټ (وروستیو) مالوماتو نه ورکول محصل فکراً وروسته پاتې کوي چې بد اغېز يې بیا په ټولنه کېږي.
بل خوا، محصلین هم لږ ګرم ګڼل کېدای شي. په ټول سمېستر کې د یوې لويې موضوع په اړه د یوه چېپټر په لوستلو بسنه کوي او ټول سمېستر همدا یو چېپټر له سلو د اتیا-نوي نمرو د اخیستو له پاره مطالعه کوي. دلته د محصلۍ په دوره کې له چېپټر ور اخوا د نورې مطالعې کلچر بېخي تت دی.
بله مسئله چې زه هم د زده کړو پر مهال ورسره مخ وم او له فراغت ډېر وروسته مې پرې لږ-لږ سر خلاص شو، هغه په نږدې ټولو دولتي او ښايي یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې محصلینو ته د څېړنې د میتودولوجۍ په اړه د کافي مالوماتو نه ورکول دي. زیاتره محصلین نه پوهېږي چې مونوګراف څه مانا، څنګه باید ولیکل شي، څېړنه څه ته وايي او څنګه باید وشي؟ محصل د خپل مونوګراف له لیکلو او دېپلوم تر اخیستو وروسته هم د دغو پوښتنو ځواب نه وي موندلای.
زیاتره محصلین چې له دولتي پوهنتونونو فارغ شي، همدلته ورته د دندې چانس برابر شي، نو بیا دا نوي قدمونه هم په زړو قدمونو پښې ږدي او محصل ته چې د زده کړو پر مهال باید د تنقید، علمي چلند او څېړنې فکر ورکول شي، د پخوا په څېر نه ورکول کېږي. هر کله چې بیا د چېپټر/کتاب لیکلو وخت راشي، نو د پخوانیو له لوري تکرار شوې ستونزې بیا د دوی له لوري تکرار شي او دا پروسه په هېڅ بدلون سره په ټولو مضامینو کې دغه ډول پر مخ درومي. دا ستونزه اوسنۍ نه ده، بلکې له لسیزو دغه کاروان په دې ډول پر مخ روان دی چې هغه د خلکو خبره د محصلینو او ټولنې بېړۍ يې ور غرکه کړې.
دا د غېر علمي چلند او په څېړنې د نه پوهېدو ستونزه ډېره عامه ده.
د لوړو زده کړو وزارت باید په پوهنتونونو کې د څېړنې د مضمون تدریس او موادو ته ځانګړې توجه وکړي. د لویدیځ د پرمختګ تر ټولو مهم لامل هلته د تنقیدي فکر، له څيزونو سره د علمي چلند او څېړنو شتون دی، خو بدبختانه زیاتره شرقي هېوادونو او بیا په ځانګړي ډول افغانستان کې په عملي مراکزو کې دغه څه شتون نه لري چې له امله يې افغانه ټولنه په علمي-فکري لحاظ وروسته پاتې ده.



اعلان