جاپاني ساینسپوهان: لږ او ډیر خوب ستونزې پیدا کوي

روغتیا

جاپاني ساینسپوهان: لږ او ډیر خوب ستونزې پیدا کوي

383

جاپاني ساینسپوهانو د خوب اندازه معلومول او د انسان پر روغتیا یې د اغیز په اړه څېړنه کړې ده، چې ډیر یا لږ خوب کوونکی به له ۶۰ کلنۍ مخکې مري.
اوریک الرټ وېبپاڼې د خبر له مخې، څېړنې ښودلې چې ډیر یا لږ خوب انسان له وخته مخکې د مرګ له ګواښ سره مخ کوي، څېړنه کې چې ۱۰ کاله موده یې نیولې وه او ۱۵۱۷ کسانو په کې ګډون درلود، په دې موده کې د دوی له ډلې ۲۹۴ کسان په دماغي ناروغۍ اخته او ۲۸۲ کسان مړه شول.
د مړو شوو کسانو د مړینې لامل له ۵ ساعتونو کم او له ۱۰ ساعتونو ډیر خوب ښودل شوی و، د دوی په پرتله د هغو کسانو روغتیایي حالت ښه و چې له ۵ نه تر ۹ ساعتونو پورې خوب یې کولو.
امریکا د بولډر ښار په کولوراډو پوهنتون کې څېړونکو دا ښودلې چې غیر منظم خوب کول د انسان په روغتیا بده اغیزه کوي.
څېړونکو ویلي، د یو انسان دوه شپې نه ویده کیدل په بدن کې ۱۰۰ پروتینونه له کاره غورځوي او په ځانګړي توګه په میتابولیزم او په وینه کې د شکر ناروغۍ لامل کیږي.
څېړنه کې شپږ روغ نارینه و چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو لږ و ګډون وکړ، دوی ۶ ورځې د ډاکټرانو د بشپړ نظارت لاندې و، لومړۍ دوه ورځې یې د عادت سره سمې تېرې کړې، ورپسې دوه ورځې د ډاکټرانو د لارښونو سره سم ویښ پاتې شول او په وروستیو دوه ورځو کې بېرته عادي ژوند ته را وګرځول شو.
کله چې د دوی د وینې څېړنه وشوه دوه ورځې ویښ پاتې کیدل یې په وینه کې د ۱۲۹ نیمګړتیاو لامل ګرځيدلی و.



اعلان