سرچینې: کرد داعشي جنګیالیو له سوریې څخه افغانستان ته مخه کړې

ګنګوسې

سرچینې: کرد داعشي جنګیالیو له سوریې څخه افغانستان ته مخه کړې

699

راپورونه وایي، عراق او سوریه کې د داعش او جبهة النصرې په لیکو کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد جنګېدونکو جنګیالو افغانستان ته مخه کړې، څو د داعش خراسان ایالت سره یو ځای شي.
مانېټور خبري رسنۍ د ایران د کرمانشاه ایالت له کردانو څخه دغه راپور ورکړی دی.
رسنۍ د بېلګې په ډول پلازمېنه کابل کې د اپرېل د ۲۹ مې برید ته په اشاره لیکي چې له دوه داعش ځانمرګو بریدګرو یو یې قاقه الکردي وو، خو داعش نه دي ویلي چې دی څه ډول افغانستان ته راغلی و.
د ایران د کرمانشاه ایالت یو شمېر سني سخت دریځه کردان عراق او سوریې ته تللي وو.
وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې عراق او سوریه کې د داعش له ماتې خوړلو وروسته به داعش جنګیالي افغانستان ځي.
څو میاشتې وړاندې داعش جنګیالیو پلازمېنه تهران کې د ایران په پارلمان برید وکړ چې بریدګر ټول د ایران د کرمانشاه ایالت کردان وو.
ویل کېږي چې افغانستان ته د کرد داعشي جنګیالیو راتلل به د ایران له پاره سر خوږی وي. دغه راز، ګومان کېږي چې دلته به د هغوی په راتللو سره داعش ډله نوره هم پیاوړې شي.
ایراني لوړ پوړي پوځي چارواکي وایي چې د داعش تر شا امریکا ولاړه ده چې د دوی په وسیله غواړي ایران، منځنۍ اسیا او روسیه نارامه کړي. روسیې هم ویلي چې داعش د دوی د نارامه کولو پروژه ده.
د دغو راپورونو په اړه د افغان حکومت غبرګون تر اوسه نه دی څرګند شوی.



اعلان