دوبۍ: په یوه روژه ماتي کې څلوېښت تنه مسلمانان شول

اسلام

دوبۍ: په یوه روژه ماتي کې څلوېښت تنه مسلمانان شول

1130

دوبۍ کې د روژه ماتي هغه پروګرام چې د اسلامي مالوماتي مرکز له لوري جوړ شوی و، درې سوه تنو په کې ګډون کړی و چې سل تنه په کې غېر مسلمانان وو. له سلو څخه څلوېښت تنو غېر مسلمانو په دغه پروګرام کې د اسلام منلو اعلان وکړ.
خلیج ټایمز په خپل راپور کې لیکي چې له دغو څخه یو شمېر کسانو یې د روژې په اړه خبرې وکړې.
راټولو شویو کې هغه کسان هم شامل و چې پخوا مسلمانان شوي وو او اوس ترې دیني عالمان جوړ شوي وو.
یوې فیلپینۍ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل :"زه عیسوۍ وم او د ریښتیاوو په لټه کې وم. څه مې چې مطالعه کول، نو ټکر به مې په کې موند.  په ځانګړي ډول د عیسی علیه السلام په اړه (عیسویت کې) وضاحت نه و. دا هغه څه و چې زه یې اسلام ته ورسولم". هغه زیاتوي، زه نه پوهېدم چې مسلمانان هم په عیسی علیه السلام باور او مینه ورسره لري. اسلام ما ته په دې اړه ډېر وضاحت راکړ، په ځانګړي ډول د اسلام او عیسی (ع) په اړه د سکالر همبل خبرو ډېر وضاحت راکړ.
دغو نویو مسلمانو شویو ته ډالۍ هم ورکړل شوې چې په منځ کې یې د سام سینګ لس ټېبونه tab هم شامل و.
د یاد مرکز مشر راشد الجونیبي په خپلو خبرو کې وویل، پرېکړه مو وکړه چې ننني پروګرام ته په کتو به انشاءالله هره روژه دغه ډول پروګرام جوړوو.



اعلان