د دوماس شکهار ناول

ادبي نثرونه

د دوماس شکهار ناول

496

د يوې شېبې له پاره سترګې پټې کړئ او داسې فرض کړئ چې تاسې د ځوانۍ په لومړيو کې د بريا پر لور ګامونه اخلئ، شل کاله عمر لرئ، له ډېرو هڅو، صداقت او ستړياوو وروسته، د رقيبانو له دوښمنۍ او دسيسو کامیاب وځئ او د يوې سترې سوداګريزې سمندري بېړۍ کپټان جوړېږئ. دغه وخت کې يوه نجلۍ چې ستاسې خوښه ده، ورسره د واده بند و بست کېږي او د واده پر شپه يو څو رقيبان تاسې ته يوه دسيسه جوړوي او په نه ترسره شوې ګناه مو د ټول عمر له پاره زندان ته لېږي. يوازې دا هم نه، هاغې نجلۍ سره ستاسې رقيب واده کوي. دغه حالت کې به ستاسې غبرګون څه وي؟
د مشهور فرانسوي ناول ليکونکي، اليکساندر دوماس، مشهور ناول، د مونټ کرېسټو جزيرې څښتن (The Count of Monte Cristo)، په دغه ډول يوه کيسه پيلېږي. دغه بريالی ځوان اېډمونډ ډېنټس نومېږي او هغه نجلۍ چې واده ورسره کوي مرسيډيس. کتاب په اتلس سوه څلوېښتمو کلونو کې ليکل شوی دی او کيسه په فرانسه کې په ۱۸۱۵م کلونو کې د ناپوليون بوبابرت د واکمنۍ پر مهال تېره شوې ده. کتاب د هغه مهال سياسي جهتونه او مخالف او موافق کسان هم سړي ته ښه ورپېژني.
په ناول کې ډينټس يو پاک زړی او ساده ځوان دی. له خپلې دندې هاخوا نه په څه نه پوهېږي او نه څه سره کار لري. خو رقيبان ډېر لري. څوک يې د دندې ترلاسه کول غواړي، چا يې کېدونکې مېرمنې ته سترګې پټې کړي، څوک د مال او ځينې د سياسي اهدافو له پاره دوښمني ورسره کوي. رقيبان يې دی د بونابرت د جاسوس په تور حکومت ته په لاس ورکوي او يوه لرې پرته جزيره کې په يوه ډېر ډاروونکي زندان کې د ټول عمر له پاره بندي کېږي. دغه زندان کې کابو يوه نيمه لسيزه وخت تېروي. هلته د يوه «لېوني کېشېش» په اړه اوري. خلک وايي يو بوډا لېونی کېشېش بندي دی او دعوه لري چې د سرو زرو خزانې ورسره دي. دغه بوډا ابي فيريا نومېږي او د خلکو د تصور پر خلاف، د علم خزانه ده. هغه د ډينټس کوټې ته سوری جوړوي او هغه ته درس ورکوي، په ژبو يې پوهوي، له فرهنګ او علومو سره يې آشنا کوي. تر دې وخته ډينټس د خپلې ساده ګۍ له مخې خپل دوست و دوښمن هم نه پېژني. ابي فيريا يې پر هر څه پوهوي او بيخي بدل سړی ترې جوړوي.
ډينټس او فيريا هڅې کوي چې له زندان څخه د تېښتې لار پيدا کړي. خو فيريا مايوس کېږي، ځکه چې عمر يې د دې نه وي چې ودې تښتېدای شي. هغه مري، خو له مرګ مخکې ډينټس ته وايي چې مونټ کرېسټو جزيره کې يوه ستره خزانه پرته ده او دی له آزادۍ وروسته کولای شي هغه تر لاسه کړي. کله چې د فيريا تابوت اوبو ته غورځول کېږي، ډينټس په پټه د هغه تابوت کې ننوځي او په دغه شکل له زندان څخه د تېښتې لار پيدا کوي.
ډينټس د قاچاقي کښتۍ له لارې ځان مونټ کرېسټو جزيرې ته رسوي او هماغه سترې خزانې خپلوي. له دې وروسته ډينټس نه کوم ساده سړی دی، نه فقير او نه بندي. د مونټ کرېسټو جزيرې يو شريف انسان چې ډېرې پيسې لري او سر و کار يې له سترو خلکو سره دی. ډينټس بېرته ژوند ته راګرځي. خو دا وار له علم، فرهنګ، پيسو او شهرت سره او تر ټولو ستر هدف يې له دوښمنانو غچ اخيستل دي. 
د ډينټس رقيبانو کې ځينې فقيران دي، ځينې جنرالان شوي او ځينې مليونران. هغه په ټولو پسې را اخلي. هغه ته ټول د ستر شخصيت په توګه احترام کوي، خو هېڅوک خبر نه دي چې دی هاغه خوار ډينټس دی. يوازې مرسيډيس چې ده ورسره واده کاوه او اوس د ده د رقيب ښځه ده، پرې پوهېږي. هغه ورته وايي چې «ډينټس، زما زوی خو به نه وژنې؟» ډينټس د دوستي په جامه کې خپل ټول رقيبان او دوښمنان له منځه وړي. څوک چې د پيسو ډېر علاقه من دي، هغوی ګدايي ته کېنوي، د چا چې شهرت ډېر مهم دی، هغه تر دې حده بدناموي چې ځانوژنه وکړي او ځينې نور له نورو لارو له منځه وړي. په دې کې ځينې بېګناه خلک هم ضرر وينې.
د اليکساندر دوماس دغه ناول ډېر مشهور دی او پر دغه کيسه يو فلم هم جوړ شوی دی. دوماس دغه کتاب څه باندي يونيم سل کاله مخکې ليکلی دی، خو لا هم په پراخه پيمانه لوستل کېږي او د ادب بازار يې تود ساتلی دی. دغه ناول د غچ د کيسې په توګه ډېر مشهور شوی دی. د کتاب شهرت کې د دوماس ژور او ادبي ليکل ډېر رول لري. که څه هم دغه کتاب په فرانسوي ژبه ليکل شوی دی، خو انګليسي ژباړې يې ډېرې اعلی دي او لوستونکی ډېر خوښ او بوخت ساتي. 
د دوماس دغه شهکار ناول په شهرت کې د هغه اعلی ليکلو، ښو او معناداره جملو ډېر رول لوبوی دی. د مثال په توګه د دغه کتاب ځينې جملې دا دي:
«ټول بشري حکمت په دوو لغتو کې خلاصه کېږي: انتظار او هيله.»
«د وطنپال او ملي خاین ترمنځ فرق یوازې په تاریخونو کې دی.»
«معنوي زخمونه دا ځانګړنه لري چې پټ وي، خو هېڅ کله له منځه نه ځي. دا هر وخت سړی دردوي، هر وخت چې لاس ور وړې وينه ترې ځي. دا په زړه کې د تل له پاره تازه او خلاص پاتې کېږي.»
«انسانان دوه ډوله ليدل کوي، يو د بدن له لورې ليدل دي او بل د روح له لارې. د بدن ليد کله نا کله هېرېږي، خو روح هېڅ کله نه هېروي.»
«زه هر وخت له قلم څخه، د رنګ له بوتل څخه او د کاغذ له پاڼې څخه آن تر تورې او ټوپک ډېر وېرېږم.»
«زه فکر نه کوم چې انسان ته د خوشالۍ تر لاسه کول دومره آسانه کار وي. خوشالۍ د خيالي افسانو هغو قصرونو ته ورته ده چې په دروازو کې يې ښاماران ولاړ وي او د ننوتو له پاره بايد ورسره سخته جګړه وشي.»
«موږ اکثره د خوشالۍ په څنګ کې تېرېږو خو وينو يې نه، نه ورګورو، او آن که وروګورو، پېژنو يې نه.»
«زده کړه او پوهه فرق لري؛ ځينې خلک زده کړه کوي او ځينې خلک ځان پوهوي. اولنی کس ذهن جوړوي، دويم فلسفه.»
«زما ګرانه ملګريه، ته هم پوهېږې او زه هم، په سياست کې سړي نه شته، بلکې نظريې دي، احساسات نه شته، ګټې دي؛ په سياست کې موږ سړی نه وژنو، بلکې يوازې موانع له منځه وړو.»
«که غواړې مجرم پيدا کړې، اول دا پيدا کړه چې جرم چا ته ګټه رسولې ده.»
«چا چې سخت خپګان تجربه کړی وي، خوشالي ډېره حس کولای شي.»
د دوماس کتاب له دغه ډول جملو ډک دی. د هغه ژورو ادبي او حکيمانه جملو کتاب ډېر ښکلی کړی. که څه هم پر کتاب ځينې داسې نيوکه کوي چې د پېشبينۍ وړتيا لري. معنا دا چې لوستونکی کولای شي پوه شي چې وروسته به څه کېږي. يعنې ډېر غير متوقع کارونه په کې نه کېږي. دغه راز د کتاب بله ستونزه ښايي دا وي چې پيغام يې عالي نه دی. ټول ناول د غچ او انتقام يوه کيسه ده.



اعلان