چټک مزل عمر اوږدوي

روغتیا

چټک مزل عمر اوږدوي

377

يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې د تګ پر مهال د ګامونو چټکتيا انسان سره د اوږد ژوند لرلو کې مرسته کوي.

د نيوزويک له راپور سره سم دغه څېړنه د سيډني پوهنتون او د عامې روغتيا ښوونځي په چارلز پیرکنز مرکز کې د پروفيسر ايمانويل سټاماټاکيس تر مشرۍ لاندې يوې ډلې څېړونکو کړې ده.

څېړونکو د هغو ۱۱ څېړنو مطالعه او شننه کړې، چې په انګلستان کې د ۱۹۹۴ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ شوي او له ۵۰۰۰۰ ډېرو کسانو په کې ګډون کړی دی.

څېړنې ومونده چې په منځنۍ چټکتيا تګ يا مزل کول په عام ډول د مرګ ګواښ يو په پنځه کموي، خو که دا مزل لا چټک وي، نو يو په څلور د مرګ ګواښ کموي.

د څېړونکې ډلې مشر وايي، چې د تګ پر مهال چټک ګامونه اخيستل دا معنا لري، چې په يوه ساعت کې له ۵ تر ۷ کيلو مترو پورې واټن ووهل شي، خو دا په اصل کې د انسان بدني وړتيا ته په ليدو ټاکل کېدی شي.

هغه زياته کړې، چې د چټک مزل د پېژندو يوه بله لار دا ده، چې د تګ پر مهال دې ساه لږه نيولې غوندې شي، يا درباندې خولې را ماتې شي.



اعلان