القاعده: محمد بن سلمان جوماتونه په سینماګانو بدل کړي

ګنګوسې

القاعده: محمد بن سلمان جوماتونه په سینماګانو بدل کړي

841

د عربو جزیره کې مېشتې د القاعدې وسله والې ډلې ویلي چې ولیعهد محمد بن سلمان سعودي کې جوماتونه په سینما ګانو بدل کړي دي. دوی په دې تړاو ولیعهد ته ګواښ کړی دی.
د دغې ډلې له لوري په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې سعودي کې د سینما بیا فعالول او ریسلېنګ لوبو راوړل ګناه ګارې پروژې دي. دوی اپرېل میاشت کې سعودي کې د امریکایي رېسلرانو لوبو ته په اشاره ویلي چې رېسلرانو د خپل بدن د خصوصي برخو په ښکارولو او صلیب په غاړه د سعودي مسلمانو نرو او ښځو په منځ کې لوبه کړې.
د ار ټي د راپور له مخې، یادې ډلې ویلي چې سعودي کې د لا دینه او سیکولر افکارو اغېز فساد او اخلاقي ځوړتیا ته لاره هواره کړې ده.
نږدې دوه کاله وړاندې محمد بن سلمان خپل د تره زوی، محمد بن نایف له واکه لرې او ځان یې د پلار، پاچا ملک سلمان ولیعهد وټاکه. له هغه وروسته سعودي کې په بېلابېلو اړخونو کې ژور بدلونونه راوستل شوي دي.



اعلان