ځیرک زړښت او ورڅخه ځان ژغورنه

روغتیا

ځیرک زړښت او ورڅخه ځان ژغورنه

528

ځیرک بوډا والی یوه عامه اصطلاح ګرځیدلې او د ځیرک تیلفون، ټابلیټ او کمپیوټر له لیارې د انسان په پوستکي اغیز کوي، د روښنایي له امله یې پوستکی له وخت نه مخکې زوړ بریښي، آبي رنګه رڼا د پوستکي پوړونو ته ځان رسوي او په ځوانۍ کې د زړښت لامل کیږي.
انرژي لرونکی توکي د آبي رنګ رڼا په واسطه د پوستکي په حجرو کې وړو خالي ځایونو کې ځان ځای کوي او د پوستکي دفاعي نظام له منځه وړي، چې په پایله کې پوستکی رنګ بدلوي او وده نه شي کولی.
آبي رڼا د پوستکي ساتنې په موادو برید کوي او له منځه یې وړي، د پوستکي ساتلو اړین مواد لکه کولاجین کمزوري کوي، د ایلسټسیټي او ټارټرال مواد له منځه وړي، پوستکې بد رنګ او وچوي.
د ځیرکو وسایلو له ضررونو د ځان ساتنې لپاره اکسید لرونکي خواړه لکه شنه سبزي او میوې باید وخوړل شي، تر څو مو پوستکی له وچیدو وژغورل شي.
د پوستکي ساتنه وکړئ، په ځانګړي توګه د شپې له خوا چې کله د ویده کیدو لپاره تیاری نیسئ نو د ځیرک تیلفون، ټابلیټ او کمپیوټر له استعمال څخه ډډه وکړئ.



اعلان