په ورېښمو لومړنی قران افغانستان کې ولیکل شو

اسلام

په ورېښمو لومړنی قران افغانستان کې ولیکل شو

598

په ورېښمو د لومړني لیکل شوي قران شریف چارې کابل کې بشپړې شوې.
د ای ایف پي د راپور له مخې، دغه قران شریف په دوه کلونو کې د اته دېرش کالیګرافانو او متخصصینو له لوري په دې موخه لیکل شوی، څو د افغانستان دغه لرغونی صنعت ژوندی وساتي.
دغو کسانو ته په کابل کې په یوه برتانوي کلتوري مرکز کې روزنه ورکړل شوې وه. Turquoise Mountain په ۲۰۰۶ ز کال کې په دې موخه خپل فعالیت پېل کړ، څو د افغانستان پخواني صنعتونه ژوندي وساتي.
دغه قران شریف په ۶۱۰ مخونو کې په لاس باندې لیکل شوی دی چې ۸.۶ کیلو ګرامه وزن لري.
۶۶ کلن خواجه قمرالدین چشتي وایي، زموږ موخه دا وه چې وښیو چې کالیګرافي په افغانستان کې نه مړه کېږي. دی وایي چې لیکل زموږ د کلتور برخه ده.



اعلان