روژه کې بدن څنګه روغ او پیاوړې وساتو؟

روغتیا

روژه کې بدن څنګه روغ او پیاوړې وساتو؟

872

د روژې په مبارکه میاشت کې د پېشنمي او روژه ماتي د خوارکونو په اړه څیړونکو د بدن پیاوړي ساتلو په هکله ځینې لارښوونې کړي.
پېشنمي کې وریژې، چڼه، دال، لوبیا، لبنیات او د غنمو ډوډۍ غوره خواړه دي، همدارنګه فایبر لرونکي خواړه لکه شنه میوه او شنه سبزي باید ډیره وخوړل شي، د غوښې خوراک کې باید کمې راوستل شي.
ماښامي او پېشنمي کې باید د تورو چایو (شیدو چایو) څښاک کم یا بالکل ونه څښل شي، شیدې، مستې او له دوی څخه جوړ لکه پنېر او داسې نور باید په هر خوراک کې موجود وي، ډیر غوړ لرونکي، مالګین او خواږه خواړه یر کم کړل شي، ترسکون او ترخه خواړه باید ډیر په پام وخوړل شي.
له روژه ماتي پسې سمدستي ډیرې اوبه څښل هم بدن ته زیان رسوي، ډیر شربتونه لکه کولډ ډرنکس کولا او داسې نورو پر ځای باید د لیمو اوبه وڅښل شي.
څیړونکو ویلي، ماښامي او پېشنمي کې ډیر خوراک بدن ته زیان رسوي، له دې امله خوراک کې لږه بې غوري مو روغتیا خرابوي.



اعلان