عربو سمندرګي کې په ۲۴ ساعتو کې د توپان وړاندوینه

ګنګوسې

عربو سمندرګي کې په ۲۴ ساعتو کې د توپان وړاندوینه

2416

د عمان هوایي چلند عمومي ادارې د سی شنبې په ورځ د عربو سمندرګي کې د توپان خبر ورکړی، توپان د صلاله له ښار څخه ۹۰۰ کیلو متره لرې دی.
د هوا پیژندنې ادارې ویلي، توپان به د یمن او عمان وچې ته په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ورسیږي، دوی زیاتوي، د عمان له میسره ټاپوزمې د جنوب لویدیځ په لور عرب سمندرګي کې د سختې هوا له امله د توپان ویره پیدا شوې ده، د هوا تېزوالی له ۳۴ نه تر ۴۰ پورې دی.
وروستي راپورونه وایي، د وریځو او بارانونو وریدل چې د پنجشنبې له سهار به پیل او د ظفار سیمې ته په د جمعې او شنبې په ورځ ورسیږي، سمندر به هم په لویو څپو چې لوړوالی به یې له ۵ نه تر ۸ مترو پورې وي پیل وکړي.
د متحده عربي اماراتو د هوا پېژندنې مرکز په رسمي ټویټر پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې د توپان د اټکل نښې ښیي.
راپورونه زیاتوي، چې د سمندر د غاړې اوسیدونکو ته د کورونو د پریښودو خبر ورکړل شوی او د خلکو د ساتنې لپاره یې ساتونکې ډلې لیږلي دي.



اعلان