ایا پاکستانی جنرال شاهد عزیز افغانستان کې وژل شوی؟

ګنګوسې

ایا پاکستانی جنرال شاهد عزیز افغانستان کې وژل شوی؟

1506

له پرونه داسې راپورونه خپرېږي چې د پاکستان پوځ کې ۳۷ کاله دنده اجراء کوونکی پوځي جنرال شاهد عزیز افغانستان کې وژل شوی دی.
ډیلي پاکستان رسنۍ لیکي، عزیز ویلي وو چې د امریکا له پاره شوی خدمت جبرانووم. ویل کېږي چې هغه افغانستان ته راغلی وو او دلته جګړه کې وژل شوی دی، خو د ده د وژلو د ځای او نېټې په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي.
بل خوا، د دې نیوز خبریال انصار عباسي په یوه ټویټ کې لیکلي چې د عزیز له زوی سره مې خبرې وشوې چې هغه د خپل پلار په اړه ټولې کیسې دروغ وبللې، خو ده هم نه دي لیکلي چې د عزیز زوی د خپل پلار د ژوند او مرګ په اړه څه وویل؟.
د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په حواله ویل شوي وو چې عزیز ږیره لویه کړې او سوریې ته د جګړې له پاره تللی دی.
شاهد عزیز په ۲۰۰۵ د پاکستان له پوځ څخه تقاعد اخیستی. نوموړي په اردو ژبه د (یی خاموشي کها تک) په نوم مشهور کتاب هم لیکلی دی.



اعلان