داعش د میسي او رونالډو سرونه غوڅ کړل

ګنګوسې

داعش د میسي او رونالډو سرونه غوڅ کړل

2384

د راتلوونکي جون میاشت کې د فټبال نړیوال جام سیالۍ چې روسیه به یې کوربه توب کوي د داعش له خوا د نویو ګواښونو سره مخ کیدونکې دي.
د العالم ویب پاڼې د راپور له مخې د داعش وسله والې ډلې دوه انځورونه چې د هسپانیې او برتانیې ورځپاڼو هم د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي و، په انځور کې د ارجنټاین د فټبال لوبغاړی لیونیل میسي او د پرتګال رونالډو سرونه یې په کې غوڅ او د روسیې په یو لوبغالي کې د فټبال د مینه والو تر مینځ په ځمکه پراته دي ښودلی.
د هسپانیې ورځپاڼې آس له مخې، دویم عکس کې د داعش ترهګر کسان یو توغندی د روسیې د موندیال لوبغالي ته د چاودنې په موخه وړي، موندیال لوبغالی د روسیې په پلازمینه مسکو کې دی چې د نړیوال جام سیالۍ به په کې ترسره کیږي.
دا دویم وار دی چې داعش وسله واله ډله دا نړیوال جام ګواښوي، لومړی ځل یې د تیر کال اکتوبر میاشت کې د میسي او برازیلي لوبغاړي نایمار انځورنونه خپاره کړي و چې د دوی له خوا وژل شوي و.



اعلان