محمد بن سلمان وژل شوی

ګنګوسې

محمد بن سلمان وژل شوی

6570

اووه ویشت ورځې کېږي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان نه دی لیدل شوی. د هغه په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوي دي. داسې ګومان کېږي چې بن سلمان به د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۱ مه د شویو ډزو په پایله کې وژل شوی وي.
ایراني رسنۍ کېهان لیکي، بن سلمان دوه ډزه لګېدلی دی. دوی دا خبره د یوه بل عرب هېواد لوړ پوړو چارواکو ته د یوه پټ استول لیک پر بنسټ کوي.
پرېس ټي وي او فارس نیوز هم د بن سلمان د احتمالي وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړي دي.
راپورونو کې ویل شوي چې له هغې ورځې وروسته تر اوسه سعودي چارواکو د بن سلمان کوم نوی تصویر او یا ویډیو نه ده خپره کړې.
دغه راز د امریکا د استخباراتو د نوي مشر په لومړني سفر کې هم بن سلمان له هغه سره نه دی لیدل شوی. مایک پومپیو د اپرېل په وروستیو کې سعودي ته تللی و.
سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اپرېل میاشتې په ۲۱ مه پلازمېنه ریاض کې شاهي ماڼۍ ته نږدې سختې ډزې وشوې. ګومان کېده چې د کودتا ډزې دي، خو چارواکو وویل پولیسو په هغې ډرون ډزې کړي چې شاهي ماڼۍ ته یې ډېر نږدې الوت کاوه.
بن سلمان تېر کال د سعودي ولیعهد وټاکل شو چې له ټاکل کېدو وروسته یې خپل یو شمېر رقیبان د فساد په نوم ونیول. نوموړي د سعودي په کورني او بهرني سیاست کې ژور بدلونونه راوستي چې په کور دننه ورسره یو شمېر خلک مخالف دي.



اعلان