بيزو چې پاچا يې وواژه او د هېواد راتلونکې يې بدله کړه

د پرون کيسه

بيزو چې پاچا يې وواژه او د هېواد راتلونکې يې بدله کړه

1210

د کتابونو د مطالعې پر مهال ډېر کم داسې لولو، چې حيواناتو دې د تاريخ لوری بدل کړی وی او ښايي ډېری نومونه چې په مخ راځي، په علمي تجربو پورې تړلي وي، لکه لايکا والټ سپي چې په ۱۹۵۷ کال د شوروي له لوري فضا ته واستول شو.

د تېرې پېړۍ په شلمو کلونو کې يونان کې وضعيت بېخي جلا و، هغه مهال يوې بيزو داسې کار وکړ، چې د هېواد لوری يې په بشپړ ډول بدل کړ، داسې چې د پاچا پر وژلو بريالۍ شوه او له هغه وروسته «د يونان تاریخ کې تر ټولو اغېزمن حيوان ونومول شو».

په کال ۱۹۱۷ کې چې لومړۍ نړيواله جګړه روانه وه، انګلستان او فرانسې د يونان پاچا لومړی قسطنطين له دې امله استعفا ته اړ ويست، چې هغه د المان د دريځ ملاتړی و. د يونان پاچا استعفا وکړه او ځوان زوی يې لومړی الکساندر پر تخت کښېناست.

له پاچاهۍ سره سم الکساندر د خپل وزير اېلفتېريوس وينېزيلوس تر اغېز لاندې شو، چې نوموړی د انګرېزانو او فرانسويانو کلک ملاتړی و، له همدې امله يونان پر لومړۍ نړیواله جګړه ور ګډ شو او د المان پر ضد ودرېد.

د لومړۍ جګړې له پای ته رسېدو سره سم دغه يوناني وزير يو پلان جوړ کړ، څو ستر يونان جوړ کړي او هغه سيمې په کې د يونان په نوم کړي چې وړاندې يې لرلې، فرانسې او انګلستان يې د دې پلان ملاتړ وکړ او يونان په ۱۹۱۹ کې د عثمانيانو د ځمکو پر لور ځواکونه واستول. عثمانيانو دا مهال په لومړۍ نړيواله جګړه کې ماته خوړلې وه او تر واک لاندې سيمې يې د اوسنۍ ترکيې تر پولو پاتې وي. همدا مهال يونان په اونيونيا ساحل کې ډېرې سيمې تر خپل واک لاندې راوستې.

خو د يونان دا پاچا تر ډېره پاتې نه شو او نه يې د ستر يونان بدلون وليد، د ۱۹۲۰ کال په اکتوبر کې له داسې پېښې سره مخ شو، چې په لنډه موده کې ترې مړ شو.

د اکتوبر په دويمه نېټه پاچا لومړی الکساندر له عادت سره سم د خپل سپي په ملتيا چکر ته ووت او په شاهي باغ کې يې چکر واهه، د دې تفريح پر مهال سپي پر يوه بيزو بريد وکړ او دواړه ونښتل، له دې سره سم پاچا هڅه وکړه چې حېوانات سره خلاص کړي او ور وړاندې شو، خو د يوې بلې بيزو په مداخله داسې څه پېښ شول چې ګومان يې نه کېده.

همدا مهال يوې دويمې بيزو وليدل چې لومړی الکساندر پر جګړه ورګډ شو، بيزو سمدستي پر پاچا بريد وکړ او د مرۍ او پښې تر منځ يې پر بدن څو ځايه خولې پرې ولګولې، وروسته شاوخوا خلکو پاچا وژغوره.

خو د څو ورځو په تېرېدو د پاچا لومړي الکساندر حالت خورا خراب شو، ټپونه يې او په ځانګړي ډول د پښو برخه کې خوسا شول، چې له امله يې بايد پښه پرې شوې وی.

خو ټولو ډاکټرانو د پاچا د پښې له پرې کولو انکار وکړ، له همدې امله پاچا لومړي الکساندر د اکتوبر په ۲۵مه د ۲۷ کلونو په عمر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه له مرګ وروسته يې بېرته پلار پر تخت کښېناست او سمدستي يې وزير وينيزيلوس وشاړه او د پوځ ډېری مشران يې پسې واخيستل. انګلستان او فرانسې دا مهال د يونان او ترکيې د جګړې په اړه خپل دريځ بدل کړ او د پاچا قسطنطين د کړنو له امله يونان ماتې وخوړه.

د همدې بېزو د بريد له امله چې پاچا لومړی الکساندر يې وواژه، يونان له سترو سياسي بدلونونو سره مخ شو، چې له امله يې ترکيې سره جګړه کې ماتې وخوړه او د ستر يونان د رامنځته کولو خوب يې هغه مهال پوره نه شو.



اعلان