د ازهر پوهنتون په بروناي کې د عربي ژبې مرکز جوړوي

ګنګوسې

د ازهر پوهنتون په بروناي کې د عربي ژبې مرکز جوړوي

353

د ازهر شیخ احمد طیب چې د شنبې په ورځ يې د بروناي څخه لیدنه کوله ویلي، د بروناي په هیواد کې به د عربي ژبې د زده کړې لپاره د ازهر یوه برخه پرانیزي، چې له ازهر نه فارغ شوو کسانو له خوا به دا نړیواله څانګه اداره کیږي.
بروناي یو کوچنی هیواد دی چې د مالیزیا سره په پوله پروت دی.
ازهر له خوا خپور شوی راپور وایي، احمد طیب د بروناي پاچا سره په لیدنه کې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه په څلورو مهمو ټکو موافقه وکړه.
د ازهر راپور زیاتوي، ازهر د فارغانو لپاره د نړیوال سازمان یوه څانګه به د بروناي په هیواد کې په کار پیل کوي او د عربي ژبې د زده کړې مرکز به په بروناي کې جوړوي.
دواړه لوريو هوکړه وکړه چې د بروناي مفتي عبد العزیز بن جنید ته به د اسلامي شورا د مشرانو د جرګې غړیتوب هم ورکړل شي او همدارنګه ۳۰ تنه زده کوونکو ته به په ازهر کې د زده کړو لپاره د لیسانس او ماسترۍ د مرحلو بورسونه هم ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ ازهر پوهنتون کې د کلتوری پراختیا په اړه د هلکانو او انجونو د ګډو سندرو، غزلو، لوبو او نور هنري پروګرامونه تر سره کړل، چې د ازهر په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې هلکان او انجونې په ګډه په کې ونډه اخلي، د ازهر پوهنتون مرستیال او مشر یې هم په کې ګډون درلود.



اعلان