لومړۍ روژه به کله وي؟

اسلام

لومړۍ روژه به کله وي؟

879

د روژې مبارکې او له رحمتونو ډکې میاشتې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، خو دا چې د دغې میاشتې لومړۍ روژه به کله وي، په اړه یې یو شمېر وړاندوینې شوې دي.
د سعودي د فلکیاتو د مرکز مشر محمد عوده په حواله ویل شوي چې د روژې میاشت به د روانې زېږدي میاشتې په اوولسمه نېټه، چې د پنجشنبې ورځ کېږي، پېل شي. ګلف نیوز د عوده له خولې لیکلي چې هغه ۹۹ سلنه ډاډه دی چې عرب او نوره اسلامي نړۍ کې به د مۍ میاشتې په اوولسمه نېټه د روژې میاشت پېل شي.
تر اوسه عمان لومړی هېواد دی چې د مۍ اوولسمه نېټه یې روژه اعلان کړې ده.
بل خوا، د سعودي په کلیز (جنتري) کې هم د مۍ میاشتې اوولسمه نېټه د روژې میاشتې پېل ښودل شوی دی. داسې هم ویل کېږي چې ښایي لومړۍ روژه به د مۍ میاشتې په شپاړسمه د چهارشنبې په ورځ وي.
خو له دې وړاندوینو سره-سره به د روژې میاشتې د پېلېدو رسمي اعلان سعودي کې د سپوږمۍ له لیدو ورسته وشي.
افغانستان کې هم د سعودي له اعلان وروسته روژه نیول کېږي.



اعلان