عبدالله عبدالله له پنځو ورځو راهیسې ارګ کې جوړېدونکو غونډو ته نه ورځي

ګنګوسې

عبدالله عبدالله له پنځو ورځو راهیسې ارګ کې جوړېدونکو غونډو ته نه ورځي

1434

راپورونه وایي چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله له تېرو پنځو ورځو راهیسې ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ته غونډو کې د ګډون له پاره نه ورځي.
ارګ ته د عبدالله د نه ورتګ او خپګان لامل د الکترونیکي تذکرو وېش ښودل شوی دی. نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې ارګ د تذکرو وېش د دوی له خوښې پرته او په یو اړخیز شکل پېل کړی دی.
عبدالله ته نږدې سرچینې وایي چې پرون ارګ کې د ولسمشر په مشرۍ د ګوندونو د مشرانو غونډه جوړه شوې وه چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه په کې خبرې وشوې، خو عبدالله د وربللو سربېره غونډه کې ګډون و نه کړ.
اجراییه رییس او ګوند یې جمعیت اسلامي د تذکرو وېش نه مني. عبدالله د تذکرو وېش غېر قانوني بللی دی.



اعلان