مسلمان عالم چې په اویا ژبو پوهېده

د پرون کيسه

مسلمان عالم چې په اویا ژبو پوهېده

1422

ژباړه: هارون ساپی

هر هغه کس چې د فارابي په اړه يې مطالعه کړې وي؛ نو له حیرانوونکو مالوماتو سره به مخ شوی وي. یو دا چې هغه په اویا ژبو پوهېده. فارابي د اسلامي نړۍ لوی عالم او فیلسوف و؛ خو ایا په اویا ژبو د فارابي پوهېدل واقعیت دی؟

ابو نصر محمد بن محمد، لقب يې فارابي، په ۸۷۰ ز کال کې د اوسني افغانستان د فاریاب ولایت په وسیج سیمه کې زېږېدلی دی. فارابي په خپل مهال کې لوی عالم و او د ده د پوهې لرلو له امله ورته د (معلم الثاني) نوم ورکړل شوی و. (معلم الاول) د یوناني فیلسوف ارستو لقب و. فارابي له ارستو اغېزمن و او د هغه کتابونه يې په عربي ژبه ژباړلي او تفسیر کړي وو.

زده کړې

فارابي د اوسني افغانستان په فاریاب ولایت کې زېږېدلی چې له همدې امله ورته فارابي وايي. لکه څنګه چې هغه مهال د دغې سیمې نوم افغانستان نه و، نو یو شمېر خلک يې د ترکستان اوسېدونکی بولي. فارابي په بخارا او بغداد کې زده کړې کړې وې. په فلسفه، طب، موسیقۍ، ژبې او ریاضیاتو کې بې ساری عالم و. له مرګ وروسته يې خپلو شاګردانو ته ډېر اثار پرېښودل.فارابي د موسیقۍ په اړه د (کتاب الاغانی) په نوم اثر لري. فارابي موسیقي هم غږوله چې اورېدونکي به يې ان ژړول.

فارابي ډېرو هېوادونو ته سفر کړی چې پای په ۹۵۰ ز کال کې د اتیا کلونو په عمر ومړ.

ابن خلکان وايي: فارابي په اویا ژبو خبرې کولې

وتلي مؤرخ ابن خلکان د فارابي په اړه لیکلي چې هغه په اویا ژبو خبرې کولې؛ خو یو شمېر څېړونکي بیا په دې اړه شک لري. ولې زیات مؤرخین بیا دا مني چې فارابي په عربي، فارسي، ترکي، اردو او یوناني ژبو باندې پوهېده.

ابن خلکان په خپل کتاب (وفیات الاعیان) کې یوه کیسه رانقل کړې. وايي چې فارابي د دمشق د حاکم سیف الدوله حمداني له لوري د علماوو مجلس ته په ترکي لباس کې ورغی؛ خو حاکم و نه پېژنده. حمداني ورته د کېناستو وویل. فارابي ټول خلک پرېښودل او له حمداني سره خوا کې کېناست. حمداني په یوه بله ژبه ساتونکو ته وویل چې فارابي د ده د بې ادبۍ له امله وباسي او جزا ورکړي. همدغه مهال فارابي د حاکم په ژبه حاکم ته ځواب ورکړ. حاکم حمداني حېران شو. حاکم ترې پوښتنه وکړه چې ایا دا په دې ژبه پوهېږي؟ فارابي ورته وویل چې هو! زه له اویا په ډېرو ژبو پوهېږم. ابن خلکان لیکلي چې حمداني د دې خبرې په اورېدو سره د فارابي درناوی زیات کړ.

یاد مؤرخ لیکي چې فارابي د خپل ژوند څه برخه د ژبو زده کړې ته وقف کړې وه.



اعلان