شنونکي: د امريکا او روسيې جګړه په دې سيمه کې پېښېدی شي

ګنګوسې

شنونکي: د امريکا او روسيې جګړه په دې سيمه کې پېښېدی شي

999

روسي شناند دميتري روديونوف په خپله وروستۍ خپره کړې مقاله «پر نخچه ټکی، چېرته به چې امريکا او روسيه سره ټکر وکړي» کې امريکا سره د روسيې د احتمالي ټکر وېره څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي دي، چې د دواړو زبر ځواکونو تر منځ د مخامخ جګړې ګواښ شته او ورځ له بلې ډېرېږي. د هغه په اند دا جګړه ښايي په دوو سيمو کې رامنځته شي. د هغه په وينا دا د فدارسيون شورا غړي اليکسي بوشکوف خبرې دي، چې پر خپله ټويټرپاڼه يې کړي.

مقاله ليکي: «دوو سيمو کې ښایي د روسيې او امريکا تر منځ ټکر پېښ شي؛ سوريه او بالټیک سمندر. ځکه په بالتيک سمندر کې امريکايي فعاليتونه ښايي سترې غميزې رامنځته کولو ته لار وکړي».

د روسيې د نويو ايډيالوژيو د پرمختګ د ملي انسټيټيوټ مرستيال مدير يرا ايګور شاتروف هم څرګنده کړې، چې سوريه کې د امريکا او روسيې تر منځ ټکر له څو مياشتو راهيسې شونی دی. هغه وايي: «نړۍ ټوله اوس داسې يوه ټکر ته انتظار ده. زه باور لرم هغوی به يې «دوستانه جګړه» وبولي، يا به داسې بل څه نوم ورکړي، خو دا به په حقيقت کې د روسي پوځ د ځواک معلومونه وي. په دې کې شک نه شته چې پنتاګون د داسې يوې سيناريو د پلې کولو اراده لري».

دا چې ولې سوريه؟ ځکه چې دا د زمکې پر مخ هغه يوازينی ځای دی، چې د روسي لښکر ټولي په کې له غربي هغو جلا کېږي، او په اسمان کې يې د بېلابېلو دولتونو الوتکې سره مخ کېږی.

آيا دا به د دريمې نړيوالې جګړې پيل وي؟

ليکوال ليکي چې د دريمې نړيوالې جګړې د پايلو سنجول د دې جګړې د پېښېدو شونتيا کموي. لومړۍ او دويمه نړيوالې جګړې ځکه پېښې شوې چې سياستوالو د ټکرونو د بېړني حل د نه موندلو بدې پايلې نه وې پېژندلې، خو اوس دا پوهاوی رامنځته شوی دی.



اعلان