"عبدالله عبدالله به د الکترونیکې تذکرو له وېش سره مخالفت اعلان کړي"

ګنګوسې

1535

څو شېبې وړاندې ولسمشر اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني، د ولسمشر مرستیال سرور دانش، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له اوږده ځنډ وروسته الکترونیکې تذکرې واخیستې او دغه پروسه یې پېل کړه.
ښایي نږدې ورځو کې یې عامو خلکو ته هم وېش پېل شي.
بل خوا، د جمعیت ګوند ځینې غړو د دغو تذکرو له وېش سره له پخوا نه مخالفت کړی. دغه راز جمعیت ګوند ته نږدې د پارلمان ځینو غړو هم ویلي وو چې دوی به دغه تذکرې وانخلي.
هغه مهال چې د تذکرو له پاره نوم لیکنه کېده، نو اجراییه رییس وویل چې په دې تړاو یوې ملي اجماع ته اړتیا ده. د عبدالله عبدالله د ډلې لوی اکثریت غړو تر اوسه د دغو تذکرو له پاره نوم لیکنه نه ده کړې.
داسې ویل کېږي چې ښایي عبدالله عبدالله به نن له غرمې مخکې د تذکرو په اړه خبري کنفرانس ورکړي. ژورنالیست بشیر قاسانی چې د جمعیت ګوند له ډېرو مسلو ژر خبریږي، د سرچینو په حواله لیکي چې نوموړی به نن غرمه په یوه کنفرانس کې د ولسمشر غني له لوري د تذکرو د وېش له پروسې سره خپل مخالفت اعلان کړي.



اعلان