بن سلمان: فلسطینیان باید د امریکا د سولې طرحه ومني که نه چیغې دې نه وهي

ګنګوسې

بن سلمان: فلسطینیان باید د امریکا د سولې طرحه ومني که نه چیغې دې نه وهي

1223

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې فلسطینیان باید د امریکا د سولې وړاندې شوې طرحه ومني، که نه غلي دې کېني او شکایت دې نه کوي.
د اسراییلي چینل ۱۰ دېپلوماتیک خبریال بارک راوید وایي چې بن سلمان دغه خبرې د تېرې مارچ میاشتې په ۲۷ مه نیویارک کې د یهودي سازمانونو مشرانو ته په یوه پټه غونډه کې کړي دي.
راوید وایي چې دغه خبرې ورته سرچینو کړي دي. د ایزوس د راپور له مخې، بن سلمان دا هم ویلي چې د فلسطین مسله د ریاض له پاره ډېره مهمه او ارزښتناکه نه ده.
راپور کې دا هم ویل شوي چې د بن سلمان په خبرو د یهودي سازمانونو مشران حېران شول.
بن سلمان ویلي چې فلسطین تېرو لسیزو کې د سولې ډېر چانسونه له لاسه ورکړي دي.
سعودي کې د بن سلمان له ولیعهد کېدو وروسته د دغه هېواد په کور دننه او بهر سیاستونو کې ډېر بدلونونه راوستل شوي دي.
داسې هم ویل کېږي چې سعودي او اسراییل د پردې تر شا اړیکې لري.



اعلان